فوټبال: بلاټر د ذهني فشار له امله معاينات کوي

د انځور حقوق a
Image caption د بلاټر يوه وياند ويلي، ښاغلي بلاټر ته داکټرانو مشوره ورکړې چې د څو ورځو لپاره ارام وکړي

د فوټبال د نړيوالې ادارې فيفا مشر سيپ بلاټر چې دنده يې ځنډول شوې د ذهني فشار زياتېدو له امله معاينات کوي.

دغه خبره د سيپ بلاټر مدافع وکيل رچرډ کولن کړې ده.

۷۹ کلن سيپ بلاټر له ۱۸ کلونو راهيسي د فوټبال د نړيوالې ادارې مشري کوي.

په فيفا کې د مالي فساد له امله تېره مياشت د هغه دنده د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شوه.

د بلاټر يوه وياند ويلي، ښاغلي بلاټر ته داکټرانو مشوره ورکړې چې د څو ورځو لپاره ارام وکړي.

د فيفا د اخلاقو کمېټې څو ورځې وړاندې ښاغلی بلاټر، سکرتر جنرال جروم ويلک او د مرسيتال مشر مېشل پلاتيني دندې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.

له تېر يو کال راهيسې په فيفا کې پر ځينو چارواکو د فساد تورونه وو او دوه مياشتې وړاندې د سويس څارنوالۍ پر سیپ بلاټر د داسې يوه تړون د لاسليکېدو تور ولګاوه، چې په خبره يې د فيفا په ګټه نه و.

په فيفا کې د اداري فساد په تړاو تورونه يوازې تر دغو دريو کسانو نه دي محدود، بلکې د فيفا له لسو نورو چارواکو هم پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

په فساد کې د ښکېلو کسانو په نښه کولو په موخه په سويس او امريکا کې هممهاله څېړنې روانې دي، خو لا يې وروستۍ پايلې نه دي جوتې شوي.

ورته مطالب