د اتلتيک په سياليو کې د روسيې ګډون ځنډول شوی

د انځور حقوق PA
Image caption د نړيوال فدراسيون د دريځ له مخې روسي لوبغاړي نه شي کولای د اتليک په نړيوالو اتلوليو او د ريو په اولمپيک کې چې د راتلونکي کال د اګست پر پنځمه پيلېږي، برخه واخلي

په نړيوالو لوبو کې د روسيې د اتلتيک فدراسيون فعاليتونه له دې امله د لنډ وخت لپاره ځنډول شوي چې پر لوبغاړو يې تور دی د لوبو پر مهال يې منع شوي درمل کارولي دي.

د اتلتيک نړيوال فدراسيون سازمان دغه ګام وروسته له هغه پورته کړ، چې د ډوپنګ ضد نړيوالې ادارې يوه خپلواک راپور ادعا وکړه، چې په دې کې له روسي لوبغاړو سره ''د حکومت لاس يو'' و.

د دغه سازمان، يوه غړي د روسيې په پلوۍ او ۲۲ نورو پر روسيې د بنديز په پلوۍ رايې ورکړې.

د اتلتيک نړيوال فدراسيون مشر لارډ کو وايي: ''دا زموږ ټولو لپاره د بيدارۍ يو غږ و. زموږ سپورت پخپله ځان له شرموونکي حالت سره مخامخ کړ.''

ښاغلی کو زياتوي: ''زه په بشپړ ډول پر هغو بدلونونو تمرکز کوم چې اړتيا يې ده. موږ بايد پر دې اعتراف وکړو، چې موږ اړتيا لرو له دې وضعيت نه درس واخلو.''

د روسيې د سپورت وزير ويتالي موتکو ويلي دغه ځنډ موقتي دی او ستونزې هوارېدونکې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د اتلتيک فدراسيون مشر لارډ کو وايي تر دې بل ښکاره پيغام روسيې ته نه شته

د اتلتيک نړيوال فدراسيون په رايه اچونه کې د روسيې استازي ته اجازه ور نه کړای شوه چې خپله رايه وکاروي.

د نړيوال فدراسيون د دريځ له مخې روسي لوبغاړي نه شي کولای د اتليک په نړيوالو اتلوليو او د ريو په اولمپيک کې چې د راتلونکي کال د اګست پر پنځمه پيلېږي، برخه واخلي.

دغه راز به روسيې ته اجازه نه وي چې د ۲۰۱۶ کال د پلي تګ نړيوال جام او په همدې کال کې په کازان کې د ځوانانو د نړيوالو اتلوليو کوربه شي.

پر روسي لوبغاړو وروسته له هغه بنديز ولګېد چې څو ورځې وړاندې د ډوپنګ ضد نړيوالې ادارې په يوه راپور کې وویل شول، روسي لوبغاړو منع شوي درمل کارولي و او د منع شويو درملو ضد افسرانو ته يې بډې ورکړې وې.

دغو افسرانو هڅه کړې وه چې د روسي لوبغاړو پر معايناتو پرده واچوي او داسې وښيي، چې ګواکې منع شوي درمل يې نه دي خوړلي.

ورته مطالب