کرېکټ: په لومړۍ ورځ افغانستان ۳۵۰ منډې وکړې

Image caption د لوبې په لومړۍ ورخ په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو د پام وړ د نور علي ځدران وه چې سلیزه یې پوره کړه.

د افغانستان او عمان کرېکټ لوبډلو تر منځ د درې ورځنۍ سیالۍ په لومړۍ ورځ افغان لوبډلې د ۶ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۳۵۰ منډې کړې وې.

افغانستان به سبا (سې شنبه اکتوبر ۱۷) خپله لوبه بیا پیلوي.

سمیع الله شینواری په ۵۶ او افسر ځاځی په ۱۶ منډو ناسوځېدلي دي.

د لوبې په لومړۍ ورخ په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو د پام وړ د نور علي ځدران وه چې سلیزه یې پوره کړه.

نوموړي په ۲۰۲ توپونو ۱۱۳ منډې وکړې او وسوځېد.

پر نوموړي سربېره حشمت الله شاهدي هم ښه ولوبېد، نیمه سلیزه یې وکړه او له ۹۵ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

د نور علي ځدران او شاهدي تر منځ د ۱۶۰ منډو ملګرتیا وشوه.

پر دغو دوو لوبغاړو سربېره محمد شهزاد ۳۰، اصغر ستانکزي ۳۴، ناصر جمال او شبیر نوري پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېدل.

د عمان په توپ اچوونکو کې امیر علي ۲ لوبغاړي، رانپورا او خاور علي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

ورته مطالب