د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډله سياليو لپاره هند ته تللې

د انځور حقوق ACB
Image caption په دغو درې ورځنيو سياليو کې افغان لوبډله له هند او بنګله ديش سره لوبې کوي

د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډله درې يو ورځنيو سياليو کې د ګډون لپاره د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته تللې ده.

د افغان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د روان کال د نومبر پر ۱۷ نېټه د خپلو دوو سيالانو هند او بنګله ديش سره د لوبو لړی پیل کړي.

د افغان کرېکټ چارواکو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په اړه يوه خبري ناسته ترسره کړې چې د افغان کرېکټ بورډ رييس نسيم الله دانش، د هند سفير مرستيال ويراج سېنګ، د کرېکټ بورډ کارکوونکو، لوبغاړو او روزونکو په کې ګډون کړی و.

په غونډه کې د خبرو په ترڅ کې د افغان کرېکټ رييس نسيم الله دانش د هند له سفارت څخه مننه وکړه او په وينا يې هند، افغان کرېکټ ته ځانګړې پاملرنه کوي.

ښاغلی نسيم الله دانش وايي د ۱۹ کلنو ملي لوبډله له هره اړخه چمتو او په سياليو کې به اغېزمن ګډون ولري، دی وايي افغان لوبډله به په دغو سياليو کې بريالۍ او خورا ښه نتيجه ولري.

په ناسته کې د هند سفارت مرستيال سفير ويراج سېنګ له افغان کرېکټ بورډ سره د خپل هېواد ملاتړ ښودلی دی وايي افغان کرېکټ د پرمختګ پر لور روان دی او ښه راتلونکی به ولري.

له دې وړاندې د ۱۹ کلنو ځوانانو کرېکټ لوبډلې د ۲۰۱۵ کال د اسيا کرېکټ غوره ليګ اتلولي ګټلې وه.

په دغو سياليو کې افغان لوبډلې له متحدو عربي اماراتو، نيپال، کويت، ماليزيا او سعودی عربستان سره لوبې يې وکړې او ټولې يې وګټلې.

د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې دوه ځله د اسيا کرېکټ غوره ليګ اتلولۍ ګټلې دي.

ورته مطالب