الکلاسیکو: بارسلونا فوټبال لوبډلې ریال مادرید ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاریس تېرې اونۍ بریدونو له کبله د دغې لوبې لپاره کلک امنیتي اقدامات شوي وو

د اسپانیا په مادرید ښار کې د لالیګا سیالیو ( ایل کلاسیکا ) لوبه کې بارسلونا لوبډلې سیالې ریال مادرید ته د صفر مقابل کې په څلورو ګولونو ماتې ورکړه.

لویس سواریز او نیمار خورا په زړه پورې لوبه وکړه او د بارسلونا لوبډلې بریا کې یې ونډه جوته وه، سواریز دوه او نیمار، انیستا یو، یو ځلې توپ د خپلو سیالانو ګول ته ورساوه.

د بار سلونا له لوري لوبېدونکی لیونل میسي هم له دوه میاشتني ځنډه وروسته دغې لوبې کې یو ځل بیا ډګر ته ووت.

هغه دوې میاشتې د زنګون یوه ټپ له کبله د لوبې له میدانه لرې و.

د انځور حقوق Getty
Image caption سواریز په دغه لوبه کې دوه ځله توپ د سیالانو ګول ته ورساوه

دغه لوبه کې نوموړی د نیم ساعت لپاره لوبې ته ورګډ شو او د سواریز دویم او بارسلونا څلورم ګول کې یې ونډه مهمه وه.

د لوبې له پیله مخکې د پاریس بریدونو په یاد د فرانسې ملي سرود وغږول شو او تر یوې دقیقې پورې ټولو ګډونوالو چوپتیا غوره کړه.

د پاریس تېرې اونۍ بریدونو ته پام سره د دغې لوبې لپاره کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو. د لوبغالي امنیت ساتلو لپاره د امنیتي ځواکونو ۳۰۰۰ سرتېري ګومارل شوي وو.

د لوبغالي شاوخوا کې هم ځانګړې امنیتې پوستې رغول شوې وې. د یوې دقیقې چوپتیا پر مهال د مادرید مینه والو د فرانسې یو لوی بیرغ هم ورپاوه.