بريتانيا پس له ۷۹ کلونو د ټېنس ډېويس اتلولي وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption انډي مري د بريتانيا مشهور ټېنس لوبغاړی

د بريتانيا تکړه ټېنس لوبغاړي ډېونډ مری د بېلجيم ډېويډ ګوفن ته له ماتې ورکولو وروسته پس له ۷۹ کلونو وروسته د ټېنس ډېويس نړيواله اتلولي دې هېواد ته وګټله.

دغه لوبې د بېلجيم په ګهينټ ښار کې ترسره شوې، د بريتانيا مري د ۶-۳، ۷- ۵ او ۶-۳ په پرتله ګوفن ته ماته ورکړه.

د ډېويس لوبې چې د ټېنس په نړيوالو اتلوليو هم مشهورې دي، د دوو هېوادونو لوبغاړي په کې پنځه لوبې ترسره کوي، هره لوبډله چې ترې درې لوبې وګټي هغه ګټونکې اعلانېږي.

په دې ډول بريتانيا تراوسه دغه اتلولۍ۱۰ ځله ګټلې دي، له دې وړاندې مری د وېمبلډن، دي يو ايس اوپن او اولمپيک سيالۍ ګټلې وې.

ویل کېږي د بريتانيا د ټېنس لوبډلې پرمختګ کې د دې لوبې د کپتان لوين سمېت لاس هم دی، ده په تېرو پنځو کلونو کې خپله لوبډله له منځنۍ کچې څخه پرمختللې ته ور سوله.

د بریتانيا د ټېنس کپتان د انډي مري پخوانی روزونکی دی، مري وايی د ده پر مشرتوب خوښ يم.

د دغې اتلولۍ له ګټلو وروسته د بريتانيې د ډيوس لوبو پخواني لوبغاړي جيمي بېکر وويل "دا حيرانونکې ده چې د فوټبال او رګبي له ماتې وروسته دغو هلکانو د ټينس نړيواله اتلولي وګټله"

ورته مطالب