کرېکټ: استراليا د ورځې-شپې لومړۍ ټيسټ لوبه وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption استراليا د دريو ټيسټ کرېکټ سياليو دغه لړۍ دوه صفر وګټله

د استراليا او نوي زيلاند ترمنځ د کرېکټ په تاريخ کې د شپې– ورځې لومړۍ لوبه استراليا په دريو ويکټو وګټله.

د دغې پنځه ورځنۍ لوبې پر دريمه ورځ نوي زيلاند استراليا ته د سيالۍ ګټلو لپاره د ۱۸۷ منډو اسانه هدف وټاکه.

که څه هم د نوي زيلاند توپ اچوونکو دغه هدف د استراليا لپاره سخت کړ، خو استراليا بلاخره وتوانېده، چې د اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو لوبه په خپل نوم کړي.

استراليا د دريو ټيسټ کرېکټ سياليو دغه لړۍ دوه صفر وګټله.

دا د کرېکټ په تاريخ کې لومړی ځل و، چې ټيسټ لوبه نيمه د ورځې او نيمه په شپه کې په ګلابي رنګه توپ وشوه.

خو يو ورځنۍ او شل اووريزې لوبې لا له وړاندې نيمې د شپې او نيمې د ورځې کېږي، البته ځينې يې نه ټولې.

د انځور حقوق AFP
Image caption په دويمه پاړۍ کې نوي زيلاند ۲۰۸ منډې وکړې، چې استراليا وکړای شو دغه هدف پوره او لوبه وګټي

تمه ده دا وه چې د اډيليډ په لوبغالي کې چې څراغونه په کې لګېدلي وو، توپوهونکي به ښه وځلېږي، خو په اصل کې له دې لوبې توپ اچوونکو خوند واخيست.

په وروستۍ پاړۍ کې د نوي زيلاند تېز توپ اچوونکي د استراليا پنځه لوبغاړي وسوځول، خو لوبه يې و نه شوه ژغورلای.

تر دې وړاندې نوي زيلاند د لوبې پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او په لومړۍ پاړۍ/ اننګز کې يې ۲۰۲ منډې وکړې.

په لومړۍ پاړۍ کې استراليايي توپوهونکي هم ښه و نه ځلېدل، خو بيا هم له نوي زيلاند ۲۲ منډې مخکې شو.

په دويمه پاړۍ کې نوي زيلاند ۲۰۸ منډې وکړې، چې استراليا وکړای شو دغه هدف پوره او لوبه وګټي.

Image caption دا د کرېکټ په تاريخ کې لومړی ځل و، چې ټيسټ لوبه نيمه د ورځې او نيمه په شپه کې په ګلابي رنګه توپ وشوه

ورته مطالب