د هامبورګ وګړو د اولمپيک کوربتوب رد کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption هامبورګ یو له هغو پنځو ښارونو و چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د اولمپيک لوبو د کوربتوب لپاره يې سیالي کوله

د جرمني د دې ښار اوسېدونکو په ۲۰۲۴ کال کې د اولمپیک لوبو د ترسره کېدو په اړه نظر پوښتنې کې ويلي دي " نه غواړي د دې لوبو کوربه شي".

هامبورګ یو له هغو پنځو ښارونو و چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د اولمپيک لوبو د کوربتوب لپاره يې سیالي کوله.

د هامبورګ اوسېدونکو د دې پرېکړې وروسته اوس به روم، پاریس، بوداپست او لاس انجلس د دغه کوربتوب لپاره سیالي کوي.

په دې نظر پوښتنه کې د هامبورګ ٥١ اعشاريه شپږ سلنه اوسېدونکو ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په خپل ښار کې د اولمپیک سیالۍ نه غواړي.

د دوی استدلال دا دی چې د اولمپيک لوبو لپاره ځانګړې شوې پېسې کېدای شي په یوې بلې اړتيا ولګول شي.

د جرمني چارواکو هامبورګ ښار د پلازمېنې برلین په پرتله د اولمپيک لوبو لپاره غوره بللی و. د هامبورګ ښاروال اولاف شولز د نظرپوښتنې له پایلې نهیلی شوی او ویلي یې دي دا هغه پرېکړه نه وه چې دوي غوښته.

په هامبورګ کې د اولمپيک پر سیالیو نیوکې کوونکي او مخالفین یې وايي د دې لوبو ترسره کول په اصل کې د شاخوا ۱۲ ميلیونو ډالرو بې ځایه لګول دي.

د دې ښار يوه اوسېدونکې فلورين وايي" کېدای شي چې همدا پیسې په يوه ښه هدف ولګول شي، دې ښار ته لوى شمېر کې کډوال راروان دي، هغوي په خیمو کې ژوند کوي خو پېسې ورته نه ځانګړې کېږي".

په هامبورګ کې دغه نظر پوښتنه د جرمني د اولمپيک مشر دریځ ته یوه ماتې ده.

نوموړي ویلي چې اوس به د څو لسیزو لپاره په جرمني کې د اولمپيک سیالو ترسره کول شونی نه وي. د هغه په وینا په پاریس کې ترهګرو بریدونو او د کډوالو موضوع دې پرېکړې کې مهم رول درلود.

جرمني په ۱۹۷۲ میلادي کال کې د اولمپيک د سیالیو کوربه و.

نور هغه ښارونه چې د اولمپيک کوربتوب لپاره سره سیالي کوي بوداپست، پاریس، لاس انجلس او روم دي چې په پام کې ده ګټوونکی ښار به د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په میاشت کې اعلانېږي.