کرېکټ: د سریلانکا لوبغاړي پریرار ممنوع درملو کارولو مثبته پایله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کرېکټ چارواکي وايي دوی به د نوموړي ( بي ) بېلګې هم د ممنوع درملو کارونې مخنیوي نړیوالو قوانینو په رڼا کې وڅېړي

د سریلانکا کرېکټ لوبغاړي کوشل پریرا په طبي معاینانو کې یو ممنوع ماده موندل شوې ده.

نوموړی وېکټ ساتونکی او بېټسمن له همدې کبله له نیوزلانډه بېرته هېواد ته لېږل شوی دی، چېرې چې هغه د خپلې لوبډلې سفر کې ملګری و.

د سریلانکا کرېکټ چارواکي وايي پریرا و نه توانید پاکستان ته د خپلې لوبډلې په وروستي سفر کې له طبي معایناتو بریالی ووځي.

دغه ۲۹ کلن لوبغاړي، چې اوس به یې پر ځای کوشل سلوا لوبډله کې شامل شي پنځه یوه ورځنۍ او دوو شل اوریزو سیالیو کې برخه درلوده.

کرېکټ چارواکي وايي دوی به د نوموړي ( بي ) بېلګې هم د ممنوع درملو کارونې مخنیوي نړیوالو قوانینو په رڼا کې وڅېړي.

د سریلانکا کرېکټ بورډ شورا مسوولینو په وینا دوی به لوبو ته د هغه ستنېدلو لپاره ' ټول توان وکاروي.'