سريلانکا لومړۍ ټيسټ لوبه نوي زيلاند ته وبايلله

د انځور حقوق AP
Image caption د دواړو هېوادونو ترمنځ دويمه ټیسټ لوبه به د ډسمبر پر ۱۸مه پيل شي

نوي زيلاند سريلانکا ته د دوو پنځه ورځنيو يا ټيسټ لوبو په لومړۍ لوبه کې په ۱۲۲ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله او کوربه لوبډلې نوي زيلاند ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

نوي زيلاند په لومړۍ پاړۍ کې د ګوپتل د ۱۵۶ منډو پر مټ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۱ منډې وکړې.

سريلانکا په لومړۍ پاړۍ کې ۲۹۴ منډې وکړې او په دې توګه نوی زیلاند په لومړۍ پاړۍ کې ۱۳۷ منډې مخکې شو.

نوي زيلاند په دويمه پاړۍ کې د لتام د سليزې په برکت د دريو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۲۶۷ منډې وکړې او لوبه يې ختمه اعلان کړه.

دا ډول اعلان د يوې لوبډلې پياوړتيا ښيي.

په دې توګه نوي زیلاند سريلانکا ته د دغې لوبې د ګټلو لپاره د ۴۰۴ منډو هدف ورکړ.

خو د سريلانکا ټولې لوبډلې ايله ۲۸۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۲۲ منډو په توپير نوي زيلانډ ته وبایلله.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دويمه ټیسټ لوبه به د ډسمبر پر ۱۸مه پيل شي.

ورته مطالب