کرېکټ: محمد عامر د پاکستان روزنيز کمپ کې شامل شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption محمد عامر ته د ټيسټ لوبو درجه په ۱۷ کلنۍ کې ورکړای شوه او وړاندې له دې چې بنديز پرې ولګېږي په ۱۴ لوبو کې يې ۵۱ وېکټې اخيستي وې

د پاکستان تکړه توپ اچوونکی محمد عامر چې د خپلې لوبډلې پر زيان يې درغلي کړې وه، د پاکستان ملي لوبډلې ته بېرته د ورستنېدو لپاره نژدې شوی دی.

دی اوس د پاکستان د هغو ۲۶ لوبغاړو ډله کې شامل شوی چې د لاهور په قذافي لوبغالي کې تمرين کوي.

له دغه روزنيز کمپ وروسته به له نوي زيلاند سره لوبو لپاره د پاکستان ملي لوبډله غوره شي.

پاکستان به په دغه سفر کې له نوي زيلاند سره درې يو ورځنۍ او دوه ۲۰ اووريزې لوبې وکړي.

محمد عامر له سزا تېرولو وروسته په فرسټ کلاس لوبو کې برخه واخيسته او د بنګله دېش په پرېمير کريکټ سياليو کې ښه وځلېد.

دغه چپ لاسی ۲۳ کلن تېز توپ اچوونکی د خپل جرم له امله زنداني شو او د پنځو کلونو لپاره پرې بنديز و.

محمد عامر هغه مهال په لوبه کې په درغلۍ تورن شو چې په ۲۰۱۰ کال کې پاکستان د انګلستان په دوره و.

عامر وايي: ''زه ژمنه کوم چې د شنو خوليو او د پاکستان د کرېکټ يونيفورم درناوی به کوم.''

محمد عامر ته د ټيسټ لوبو درجه په ۱۷ کلنۍ کې ورکړای شوه او وړاندې له دې چې بنديز پرې ولګېږي په ۱۴ لوبو کې يې ۵۱ وېکټې اخيستي وې.

د انځور حقوق afp
Image caption محمد عامر ويلي، د خپلو لوبغاړو زړونه به په ښې لوبې او ښو کړنو ترلاسه کړي

پر ده تور و، چې په لوی لاس يې (نو بال) کاوه.

لوبډلې ته د ده بېرته ستنېدل د ځينو اوسنيو لوبغاړو له مخالفت سره مخامخ شوی دی. محمد حفيظ ويلي په هغه لوبډله کې به و نه لوبېږي، چې محمد عامر په کې وي.

خو محمد عامر ويلي، د خپلو لوبغاړو زړونه به په ښې لوبې او ښو کړنو ترلاسه کړي.

عامر داسې مهال د پاکستان ملي لوبډلې ته ورستنېږي، چې په تېرو څو مياشتو کې د کرېکټ بورډ چارواکو ويلي و، په درغلۍ کې ښکېل لوبغاړي به ملي لوبډلې ته ورستانه نه شي.

ورته مطالب