افغان کرکټ ټيم له زمبابوې لومړنۍ لوبه وگټله

افغانستان نن شارجې کې د پچې له گټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه. خو ټول ټيم د١٣١ منډو جوړلو وروسته په ٣٩ اور کې وسوځېد.

د افغانستان له لوري نور علي ځدران ٦٣ رنزونه جوړ کړل، اود زمبابوې له طرفه کرېمر پنځه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د لوبې پيل ښه وو، خو وروسته يې ډير زر وکټې له لاسه ورکړې.

کله چې د زمبابوې ټيم لوبې ته راغى، په لومړي اور کې يې يو لوبغاړى وسوځېد، امير حمزه افغانستان لپاره لومړۍ وکټ ترلاسه کړه.

د افغانستان له لوري امير حمزه څلور، محمد نبي درې او ميرويس اشرف دوهر لوبغاړي وسوځول. او په دې ډول افغانستان په ٤٩ رنزونو دا لوبه وگټله. شارجې کې لوى شمير افغان مينه وال هم د لوبې لېدو ته ورغلي وو.