افغان فوټبال ټيم له مالديپ لوبه وګټله

Image caption د فرهاد تمنا تصوير

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سویلي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې د مالدیپ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو پیل په بریدونو وو او د یو بل ګولونو یې له خطرونو سره مخ کول، خو دا افغان لوبډله وه چې خپل لومړی ګول یې د لوبې په شلمه دقیقه کې وکړ، لږ شېبه وروسته مالدیپ لوبډلې هم ښکلی ګول وکړ. چې ورسره لوبه برابر شوه.

خو افغان لوبډلې تر هغه ګول یواځې درې دقیقې وروسته بل ګول هم وکړ.

د لوبې لومړۍ نیمايي ۲ـ ۱ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په دویمه نیمايي کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړ، خو سیالې ډلې یې تر ډېره دفاعي بڼه خپله کړه.

خو دغې دفاع دومره ګټه ورته ونه کړه او د لوبې په پنځوسمه او ۵۳ دقیقو کې افغان لوبغاړو دوه نور پرله پسې ګولونه هم وکړل.

وروسته تر دغو ګولونو د مالدیپ لوبډلې ډېر لږ د برید هڅه کوله.

د مالدیپ لوبډلې ګول ساتونکی د تېرو لوبو په پرتله نن کمزوری ښکارېده. خو افغان ګول ساتونکی بیا و توانېد چې څو ځلې له خپلې دروازې په ښه توګه ساتنه وکړي.

افغان لوبډلې یو شمېر فرصتونه له لاسه هم ورکړل. چې کېدای شوای په ګول بدل شي.

وړاندې تر دې افغانستان نسبتا پیاوړې د بنګله دیش لوبډلې ته ۴ـ ۰ او دغه راز بوتان لوبډلې ته ۳ـ ۰ ماتې ورکړې وې.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره امید پوپلزي دوه او فیصل شایسته او احمد هاتفي یوـ یو ګول وکړ.

د لوبو په دې پړاو کې د افغان لوبډلې پرله پسې بریاوو، دغه لوبډله تر ډېره زړوه او پر ځان باوري کړې ده.

افغانستان له وړاندې نیمه پایلوبو ته لار موندلې وه. په نیمه پایلوبه کې به افغانستان له سریلانکا او مالدیپ لوبډله به له هند سره مخ کېږي.

افغانستان خپله بله لوبه د ډسمبر پر ۳۱ نیټه لري.