لويس وان ګال: زما د استعفا هېڅ ''دليل'' نه شته

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر وان ګال وروسته له هغه فشارونه زياتېږي، چې لوبډلې يې و نه شو کړای ښه وځلېږي

د مانچستر يونايټېد فوټبال کلب مدير لويس وان ګال وايي وروسته له هغه چې لوبډلې يې د دوشنبې پر ورځ له چيلسي سره لوبه مساوي کړه له خپلې دندې به استعفا ورنه کړي.

له بريدونو سره سره هېڅ يوه لوبډله و نه توانېده چې د لوبې تر پايه ګول وکړي.

په دې توګه مانچستر يونايټېډ و نه توانېده چې په وروستيو اتو سياليو کې يوه هم وګټي. دا په تېرو ۲۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې مانچستر له دغه برخليک سره مخامخېږي.

وان ګال وايي: ''کله چې لوبغاړي له دومره فشار سره سره داسې ښه لوبه کوي، د استعفا هېڅ دليل نه پيدا کېږي.''

فکر کېږي چې وان ګال ډېر ډاډه دی، ځکه چې هم يې لوبغاړي او هم د مانچستر یونايټېډ کلب بورډ ترې ملاتړ کوي.

لويس وان ګال له دندې د لرې کېدو په تړاو رسنيو ته په خطاب کې ويلي: ''کړکېچ چاپيريال راټوکولی او تاسو 'رسنۍ' د دغه چاپيريال يوه برخه ياست.''

دی زياتوي: ''لوبغاړي اراده لري چې ګام پر ګام مبارزه وکړي. مدير هم همدا غواړي، د کلب غړي او کارکوونکي هم مبارزه کوي او بورډ پر خپلو لوبغاړو، کارکوونکو او مدير باوري دی.''

تر دې وړاندې ښاغلي ګال ويلي، واقعيتونو دا ثابته کړې چې لوبډله يې د تېر کال پرتله ښه ځلېدلې ده.

ورته مطالب