کرېکټ: شهزاد افغانستان بري ته ورساوه

د انځور حقوق ACI
Image caption د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېره لوبه هم افغانستان ګټلې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ یو ورځنیو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه هم افغانستان وګټله.

افغان لوبډلې د څلور وېکټو په لرلو زمبابوې ته په زړه پورې ماته ورکړه.

د زمبابوي لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې د توپ وهلو پرېکړه وکړه.

زمبابوې د ۷ لوبغاړو په سوځېد ۲۵۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۲۵۴ منډو هدف وټاکه.

محمد نبي او روښان بارکزي دوې دوې وېکټې واخيستې.

دولت ځدراڼ د زمبابوې درې لوبغاړي وسوځول. نوموړی درېيم افغان توپ اچوونکی دی چې په نړیوالو يو ورځنيو لوبو کې ۵۰ وېکټې اخلي.

د زمبابوې لپاره تر ټولو ښه لوبه پيټر مور وکړه نوموړي د درې شپږيزو او ۵ څلوريزو، ۵۱ توپونو کې ۵۰ منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق ACB
Image caption شهزاد محمدي ۱۳۱ منډې جوړې کړې او و نه سوځېد

د لوبې په پيل کې دا سې ښکار ېده چې افغان لوبډله به ټاکل شوی هدف په اسانۍ پوره نشي کړای، خو د شهزاد محمدې منډې د افغانستان لپاره ګټورې ثابتې شوې.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۸ اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۱۳۱ منډې جوړې او و نه سوځېد.

همدا ډول محمد نبي عیسی خیل ۳۳، نورعلی ځدراڼ ۳۱ او میرویس اشرف ۲۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېره لوبه هم افغانستان ګټلې وه.