کرېکټ: افغان لوبډلې زمبابوې ته د ۲۵۴ منډو هدف وټاکه

د انځور حقوق ACB

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ یو ورځینیو او ۲ شل اوریزو سیالیو د لړۍ دوهمه یو ورځینۍ سیالي روانه ده.

زمبابوې د ۷ لوبغاړو په سوځېد ۲۵۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۲۵۴ منډو هدف وټاکه.

محمد نبي او روښان بارکزي دوې دوې وېکټې اخيستې دي.

دولت ځدراڼ درې لوبغاړي سوځولي دي. نوموړی دريم افغان توپ اچوونکی دی چې په نړیوالو يو ورځنيو لوبو کې ۵۰ وېکټې اخلي.

د زمبابوي تکړه لوبغاړي پيټر مور په ۵۱ توپونو ۵۰ منډې جوړې کړې، نوموړي درې شپږيزې او ۵ څلوريزې وهلي دي.

د زمبابوي لوبډلمشر ايلټون چيګمبور پچه وګټله او لومړی يې د توپ وهلو پرېکړه وکړه.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېره لوبه افغانستان ګټلې وه.

همېلټن مسيکادزه چې تېر اکټوبر مياشت کې د ايرلنډ پر وړاندې د بدې لوبې له امله له ټيم څخه ايستل شوی و، بېرته را وستل شوی دی.