زمبابوې له افغانستان د کرېکټ يوه ورځنۍ لوبه وګټله

د انځور حقوق ACB
Image caption د زمباموې او افغانستان تر منځ راتلونکې لوبه د جنورۍ پر درېيمه د دوشنبې په ورځ ده

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ یو ورځنیو سیالیو د لړۍ درېيمه لوبه زمبابوې وګټله.

د زمبابوې لوبډلې افغانستان ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه خو، افغان لوبډله په دې و نه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.

زمبابوې لوبډلشمر پچه وګټله او لومړۍ يې د توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۴۸ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لوبغاړي لوک مفوا جونګوي پنځه لوبغاړې وسوځول. تر ټولو ډېرې منډې مسکډزا جوړې او د لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو.

له افغان لوبډلې محمد شهزاد ۳۱، دولت ځدراڼ ۷ او حشمت الله شاهدي ۶ منډې جوړې کړې.

د لوبې په پيل کې داسې ښکارېده چې افغان لوبډله به ټاکل شوی هدف په اسانۍ پوره کړه، خو دا سې و نه شول. درې افغان لوبغاړې په صفر منډو وسوځېدل.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېرې دوې لوبې افغانستان ګټلې وې.

د دواړو هېوادونو تر منځ راتلونکې لوبه به د جنورۍ پر څلورمه د دوشنبې په ورځ وي

ورته مطالب