په شارجه کې د افغان او زمبابوۍ کرکټ ټيمونو ترمنځ وروستۍ لوبه روانه ده

زمبابوې دوه وويشت اورونو کې ١٠١ رنزونه جوړ کړي او يو لوبغاړى يې سوځېدلى دى

دې پنځمې لوبې نه وړاندې دواړو لوب ډلو دوه دوه لوبې گټلې دي. نن د زمبابوې ټيم پچه وگتله او خپله يې د بيټنگ يا توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغانستان په دويم اور کې لومړنى لوبغاړى سوځولى وو.