د کرکټ د١٠٠٠ منډو جوړلو نوى نړيوال ريکارډ

Image caption پرنب دھنیواد دا رنزونه يواځې ٣٢٣ توپونو سره جوړ کړى.

دهندوستان په ممبۍ کې د ښوونځي يوۀ زده کوونکي په يوې ټېسټ لوبې کې د زرو رنزونو جوړولو سره نوى نړيوال ريکارډ جوړ کړى دى.

د کى سي گاندي ښوونځي زده کوونکي، پرنب دھنیواد ، دا ريکارد بېلابېلو ښوونځيو ترمنځ سياليو کې د اريا گوروکل ښوونځي سره په لوبې کې جوړ کړى دى.

پرنب دھنیواد دې سره خپلې دوه ورځنۍ لوبې کې د ارتر کولنز د ٦٢٨ رنزونو ريکارډ مات کړ. دا ريکارد په ١٨٩٩ کال کې جوړ شوى وو. ده په ټوليز ډول ١٠٠٩ رنزونه جوړ کړل. دې لوبې سره د هغه ټيم وتوانېد چې ١٤٦٥ رنزونونه جوړ کړي. پرنب دھنیواد دا رنزونه يواځې ٣٢٣ توپونو سره جوړ کړى. د ٥٩ شپږيزې او ١٢٧ څلوريزې وهلې وې.

ددې لوبې وروسته خبريالانو سره خبرو کې ده وويل " د لوبې پيل کې د ريکارډ ماتول زما په فکر کې نه وو، ما خپله لوبه کوله چې له پيله يوه توده لوبه وه".

د همدې ممبۍ نه د هندوستان مشهورو لوبغاړو سچن ټنډولکر،ونود کامبلي او روهېت شرما په څير لوبغاړو نړېوال شهرت ترلاسه کړى دى. په هندوستان کې د پرنب دنيواد دې لوبې په اړه په ټولنيزو شبکو هم ډيره خوشحالي ښودل شوې او په ټويټر تر ټولو د سر موضوع گرځېدلې ده.