کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB
Image caption د پنځه يو ورځنيو ساليو په لړ کې درې لوبې افغانستان ګټلې او دوې زمبابوې

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرېکټ پنځه يو ورځنیو سياليو په وروستۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په دوو وېکټو په زړه پورې ماته ورکړه او دغه لړۍ يې وګټله.

لوبه د افغانستان په کوربه توب متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې په دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې له بریا سره له خپلې اتلولۍ او نړیوال ریکارډ ساتنه وکړه.

زمبابوې د پچې په ګټلو سره لومړی د منډې وهلو پرېکړه وکړه او افغانستان ته يې په ۵۰ اوورونو کې د ۲۴۹ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبغاړي په دې وتوانېدل چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.

افغان ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري امیر حمزه ۳، دولت ځدراڼ ۲، نبي عیسی خېل ۲، راشد ارمان ۲ او میرویس اشرف یو لوبغاړی وسوځاوه.

د پنځه يو ورځنيو ساليو په لړ کې درې لوبې افغانستان ګټلې او دوې زمبابوې.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لوبه ګلبدين نايب وکړه، په ۶۸ توپونو کې يې ۸۲ منډې جوړې کړې.

همدا ډول نور افغان لوبغاړي هم ښه وځلېدل، رشيد خان ۳۲ منډې، حشمت الله شاهدي ۳۲، نور علي ځدراڼ ۳۰، محمد نبي ۲۶، او محمد شهزاد ۲۵ منډې جوړې کړې.

افغان ولسمشر اشرف غني د زمبابوې پر وړاندې د لړۍ د بريا له امله د فېسبوک له لارې ټولو هېوادوالو ته مبارکي ويلي او په راتلونکو لوبو کې د ملي لوبډلې اتلانو ته د لا نورو برياوو غوښتنه کړې.

راتلونکې جمعه (۸ ډسمبر) به د افغان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د دوه نړیوالو شل اووریزو سیالیو لړۍ پیل شي.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د نننۍ لوبې بهير

ورته مطالب