افغانستان زمبابوې ته لومړنۍ ٢٠ اوريزې لوبې کې ماتې ورکړه

د انځور حقوق ACB

افغان لوب ډلې د پچې له گټلو وروسته خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه. او زمبابوې ته يې د ١٨٨ رنزونو هدف وټاکلو، خو د زمبابوې ټيم په ټاکلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ رنزونه جوړ کړل

افغانستان په خپل ټيم کې درې بدلونونه راوستي وو.

دافغانستان له لوري عثمان غني ٤٢، گلبدن نايب ٤٧ او محمد شهزاد ٣٣ رنزونو سره تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.

شارجه کې لوى شمېر کې افغانان هم ددې لوبې کتلو لپاره راغلي وو.

زمبابوې د خپلې توپوهنې پيل کې لومړنى لوبغاړى له لاسه ورکړ، وروسته دهغوي بيټنگ هم تود شو خو دوام يې ورنه کړى شو او په دې ډول ټول

د افغانستان له لوري دولت ځدران درې لوبغاړي وسوځول، محمد نبي، حمزه هوتک او گلبدين نايب يو يو لوبغاړى وسوځولو.