افغانستان له زمبابوې د ۲۰ اووریزو سیالیو لړۍ وګټله

د انځور حقوق ACB
Image caption افغان لوبډلې زمبابوې ته په ۲۰ اوورونو کې د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د دوه شل اووریزو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه په ۸۱ منډو وګټله.

د افغان کرېکټ بورډ په کوربه توب، متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲ شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې، چې دواړه يې افغانستان وګټلې.

زمبابوې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې زمبابوې ته په ۲۰ اوورونو کې د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه.

څو ورځې وړاندې له زمبابوې سره د پنځه يو ورځنيو سياليو لړۍ هم افغانستان ګټلې وه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لوبه محمد شهزاد وکړه، نوموړي په ۶۷ توپونو کې ۱۱۸ منډې جوړې کړې او سليزه يې پوره کړه.

محمد شهزاد اوس په شل اووريزو نړيوالو لوبو کې د ۱۱۸ منډو په جوړولو د تر ټولو ډېرو منډو جوړونکو په نوملړ کې په څلورم نمبر راځي.

همدا ډول محمد شهزاد د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو او له نننۍ لوبې سره یې په نړیوال شل اوریزو سیالیو کې د ۱۰۰۰ منډو جوړلو ریکارډ جوړ کړ.

نورو افغان لوبغاړو لکه محمد نبي ۲۲ منډې، اصغر ستانکزي ۱۸، کريم صادق ۱۲ منډې جوړې کړې.

زمبابوې لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشوای کړای او په ۱۸ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې يوازې ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې ټيم لپاره ښه لوبه مسکدزا وکړه، نوموړي په ۴۴ توپونو کې ۶۳ منډې جوړې کړې.

د افغان توپ اچوونکو له لوري دولت ځدراڼ ۲، امير حمزه ۲، محمد نبي ۱ او رشيد خان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د انځور حقوق ACB
Image caption محمد شهزاد اوس په شل اووريزو نړيوالو لوبو کې د ۱۱۸ منډو په جوړولو د تر ټولو ډېرو منډو جوړونکو په نوملړ کې په څلورم نمبر راځي

ورته مطالب