کرېکټ: نیوزیلنډ ریکارډ جوړ کړ، پاکستان ته یې په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption مارټن ګپټل په ۵۸ توپونو د څلورو شپږیزو او نهو څلوریزو په مرسته ۸۷ منډې جوړې کړې

هیملټن کې د نیوزیلنډ او پاکستان تر منځ شل اوریزه کرېکټ لوبه کې نیوزلانډ پاکستان ته په لسو وېکټو ماتې ورکړه.

دې سره د دواړو لوبډلو تر منځ لړۍ د یوې، یوې لوبې بریا سره برابره شوه.

نیوزیلنډ په ۱۸ اوور کې د ۱۶۹ منډو هدف د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته په اسانۍ تر لاسه کړ.

اوپنرانو، مارټن کپټل او کین ولمسن خورا په زړه پورې لوبه وکړه او دواړو نیمه سلیزې بشپړې کړې.

ولیمسن په ۴۸ توپونو د ۱۱ څلوریزو په مرسته ۷۲ منډې جوړې کړې او ملګري لوبغاړي یې مارټن ګپټل په ۵۸ توپونو د څلورو شپږیزو او نهو څلوریزو په مرسته ۸۷ منډې جوړې کړې.

دواړه لوبغاړي ناسوځیدلي له لوبغالي ووتل.

له دې مخکې پاکستان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان ۱۶۸ منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق Getty
Image caption پاکستان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان ۱۶۸ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري عمر اکمل او شعیب ملک ښه لوبه وکړه او د څلورم وېکټ ملګرتیا لپاره یې ۶۳ منډې جوړې کړې.

شعیب ملک د ۳۹ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

د پاکستان لوبډلې مشر شاهد اپریدي اووه منډې جوړې کړې، چې پکې یوه شپږیزه هم شامله ده.

د ټاس پر مهال پاکستاني لوبډلمشر شاهد اپریدي ویلي و، لوبډله به یې هڅه وکړي، ډېرې منډې جوړې کړې، چې پر نیوزیلنډ لوبډله فشار ډېر کړي.

له دې مخکې اکلنډ کې د لړۍ لومړۍ شل اوریزې لوبې پر مهال پاکستان نیوزیلنډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه او په لړۍ کې د صفر مقابل کې یوې بریا سره مخکښ و.