اډیډاس له ټاکلې مودې مخکې د ځغاستلوبو فدراسیون مالي ملاتړ پرېږدي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ممنوع درملو کارونې رسواییو له امله اډیډاس پرېکړه کړې چې دغه تړون له ټاکلې مودې مخکې پای ته ورسوي

بي بي سي داسې معلومات تر لاسه کړي چې ښيي، د سپورټي جامو تولیدونکې کمپنۍ اډیډاس د ډوپینګ له امله د ځغاستلوبو سیالیو له نړیوال فدراسیون سره خپل څو ملیوني مالي ملاتړ پای ته رسوي.

دغه مالي ملاتړ ۱۱ کاله وړاندې پیل شوی و او په پام کې و چې تر ۲۰۱۹ کال پورې یې دوام کړی وای، خو دغه فدراسیون ته ویل شوي چې د ممنوع درملو کارونې رسواییو له امله اډیډاس پرېکړه کړې چې دغه تړون له ټاکلې مودې څلور کاله مخکې پای ته ورسوي.

بي بي سي ته معلومه شوې، اډیداس دې لړ کې د مالي ملاتړ پای ته رسولو په اړه د غور کولو موضوع له فدراسیون چارواکو سره ان نومبر کې شریکه کړې وه.

دغه پرېکړه د هغه راپور له خپرېدو وروسته کېږي، چې وايي دغه فدراسیون د روسي لوبغاړو ممنوع درملو کارولو موضوع، چې وايي د دولت په ملاتړ شوی و، پټه کړې وه.

د هوکړې لاسلیک پر مهال ویل شوي وو، چې ارزښت به یې ۳۳ میلیونو ډالرو ته رسیږي، خو بي بي سي ته معلومه شوې، چې د دغه مالي ملاتړ کچه تر دې ډېره وه او د تولیداتو او نغدو پېسو په بڼه یې ارزښت په یوه کال کې تر اتو میلیونو ډالرو رسیده.

دغه حساب سره به د یادې پروژې له لاسه ورکولو له کبله د ځغاستلوبو فدراسیون د راتلونکو څلورو کلونو مودې کې له ۳۰ میلیونو ډالرو مالي ملاتړه بې برخې شي.

داسې باور کېږي، چې د فدراسیون مشر لارډ کویې لپاره به دا یوه ستونزمنه لانجه وي، چې وار له مخه له ناندریو سره مخامخ دی.

اډیډاس او د ځغاستلوبو فدارسیون تر اوسه په دې باب څه نه دي ویلي.