د کرکټ د اسيا اتلولۍ مهالويش اعلان شو

په بنگله دېش کې د اسيا کرکټ اتلولۍ مهال ويش اعلان شو. دا سيالۍ به د فرورۍ په ٢٤ نېټه پېليږي. لومړنۍ لوبه به د کوربه بنگله دېش او هندوستان ترمنځ وي.

افغانستان، عمان، هانگ کانگ او متحده عربي امارات به د فبرورۍ له ١٩ نېټې څخه خپل منځ کې د دې اتلولۍ بل پړاو ته د لار موندنې لپاره سيالۍ کوي. هر ټيم به درې درې لوبې کوي. د دې لوبډلو نه چې هره يوه لومړۍ راځي هغه به د اسيا د اتلولۍ لوبو کې برخه اخلي. دا لومړى ځل دى چې د اسيا د اتلولۍ لوبې به شل اوريزې وي.

ددې لوبو د پایلوبې په گډون ټولې لوبې به د شېر بنگله په لوبغالي کې کېږي. تر دې دمه د اسيا د دې اتلولۍ تر ټولو کامياب ټيم د سريلنکا دى چې ٤٨ لوبو څخه يې ٣٤ گټلې دي او پنځه ځله يې اتلولي هم خپله کړې ده .