د 'فیفا' پر مخکیني چارواکي جیروم والک ۱۲ کاله بندیز ولګېد

د انځور حقوق

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) پر مخکیني مشر جیروم والک فوټبال کې د ۱۲ کلونو لپاره له دې کبله بندیز ولګول شو، چې د ټکټ د خرڅلاو پرمهال یې ناوړه چلند کړی دی.

.حقیقت موندونکي پلاوي تر هغه وروسته دا جریمه لګولې چې ویې موندله والک د نړیوال کپ د تکټ خرڅونې په چاره کې درغلي کړې ده.

د څېړنې پر مهال روښانه شوې چې والک د لوبو له مقرراتو او سفر خرچ څخه ناوړه ګټه اخیستې. د والک مدافع وکیلانو ویلي، د حقیقت موندونکې ډلګۍ نننۍ پرېکړه عادلانه او خپلواکه نه ده.

د تېر کال سپتمبر میاشت کې، فیفا کې د پلاوي مشرې والک پر یوې پرانیستې رخصتۍ استولی و، او تر دویم خبراوي پورې یې د هغه دنده ځنډولې وه.

هغه مهال پر نوموړي د ځینو سرغړونو تورونه لګول شوي وو.

خو په تېره جنورۍ کې نوموړی له خپله کاره وشړل شو، او فیفا پرېکړه وکړه چې د نهو کلونو لپاره د فوټبال په هېڅ راز فعالیتونو کې ګډون نه شي کولی.

فیفا وايي ''د مخالفتونو په لړ کې والک نه یوازې د سرغړونو مخه ونه نیوه، بلکې سرغړوونکي یې هڅولي هم دي''.

د انځور حقوق AFP
Image caption د تېر کال دسمبر میاشت کې، د فیفا مشر سپ بلاټر، او د اروپا د فوټبال اتحادیې مشر میشل پلاټیني د اتو کلونو لپاره د فوټبال له فعالیتونو منع اعلان شول.

د فیفا ویناپاڼه وايي ''والک په ناقانونه ډول ځان ته امتیازات ورکړي، د سیاحت لپاره یې د فیفا په پیسو سفرونه کړي، ځان ته به یې داسې الوتکې کرایه کولې، چې د رسمي کار هېڅ برخه به یې نه ترسره کوله''.

د تېر کال دسمبر میاشت کې، د فیفا مشر سپ بلاټر، او د اروپا د فوټبال اتحادیې مشر میشل پلاټیني د اتو کلونو لپاره د فوټبال له فعالیتونو منع اعلان شول.

پر دوی تور و چې له خپلو څوکیو یې ناوړه ګټه اخیستې ده.

ورته مطالب