د سوېلي آسیا لوبې؛ افغان لوبغاړو اووه طلايي مډالونه وګټل

د سوېلي آسیا لوبو کې افغان لوبغاړو روح الله نیکپا او محسن رضايي په تکواندو سیالیو کې دوه طلايي مډالونه وګټل. افغانستان په دې سیالیو کې په ۳۳ مډالونو ګټلو سره څلورم ځای خپل کړی دی.

په دې سياليو کې افغانستان د سرو زرو اووه، د سپينو زرو اته او د زېړو ۱۸ مډالونه ګټلي دي.

د تېرې یکشنبې په ورځ (سلواغه ۲۴مه) روح الله نیکپا په ۶۴ کیلوګرام وزن سره موافق شو، چې په درو پرله پسې سیالیو کې خپل نیپالي، هندي او پاکستاني حریفانو ته ماتې ورکړي.

محسن رضايي، بیا په تکواندو کې خپلو حریفانو ته ماتې ورکړه او د ۵۲ کیلوګرام وزن په سیالیو کې یې طلايي مډال ترلاسه کړ.

د تېرو ورځو په دغو سیالیو کې افغان تکواندو لوبغاړو یو بل مډال هم ګټلی.

افغان لوبغاړو وړاندې هم د نارینه وو د وشو په سیالیۍ کې یو طلايي مډال خپل کړی دی.

د سوېلي آسیا د سیالیو د دوولسم پړاو سیالۍ د فبرورۍ میاشتې له ۶ تر ۱۶ پورې د هند په ګواهاتي او شیلونګ ښارونو کې دوام لري.

په دې سیالیو کې د سوېلي آسیا د حوزې اته هېوادونه ګډون لري.

افغانستان د سوېلي آسیا دغو سیالیو ته لسګونه ښځینه او نارینه لوبغاړي په بېلابېلو برخو کې استولي دي.

ورته مطالب