پر کمیس د پوتین تصویر، روسی لوبغاړی له قانونه په سر غړاوي تورن

د انځور حقوق EPA

اروپا کې د فوټبال شورا یويئفا یوه روسی لوبغاړی له دې کبله له اصولو په سر غړاوي تورن کړی، چې وايي هغه بنیان یې ښوولی، چې د ولسمشر پوتین تصویر پرې کښل شوی و.

د ترکیې استانبول کې له یوې لوبې وروسته دیمتري تاراسوف نومي لوبغاړي له لوبې وروسته کميس وایست او ترې لاندې اغوستی بنیان یې ننداره کونکو ته وښود، چې د ولسمشر پوتین تصویر پرې کښل شوی و.

د نوموړي دغې کړنې سره ترک ننداره کونکي وپاریدل.

نوموړی لوبغاړی چې د لوکو موتو مسکو له لوري د مډ فیلډر په توګه لوبه کوي پر بنیان یې د ښاغلي پوتین هغه تصویر لیدل کېږي، چې د سمندري پوځ په یونیفورم کې دی او ورسره لیکل شوي، چې 'تر ټولو مهذب ولسمشر' د نوموړي اړوند لوبډلې دغه کړنه غیر لازمه ګڼلې او غندنه یې کړي.

د انځور حقوق EPA

د اروپا فوټبال اداره کونکی سازمان به د مارچ په ۱۷ نېټه دغه موضوع وڅېړي او ښايي دیمتري تاراسوف له بندیزونو سره مخامخ شي، ځکه د قانون له مخې باید هېڅ لوبغاړی د لوبې پر مهال هېڅ ډول سیاسي څرګندونې و نه کړي او نه هم خپل سیاسي تړاو څرګند کړي.

د یوروپا لیګ دغه له سیاسته ډکه سیالي د دواړو هېوادونو تر منځ له هغه وروسته وشوه، چې ترکیې دا وروستیو کې د روسیې جنګي الوتکه غورځولې وه.

تاراسوف له خپلې کړنې دفاع کړې.

نوموړي د روسیې له ار سپورټ نومي خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، 'هغه زما ولسمشر دی، زه یې درناوی کوم او پرېکړه مې وکړه وښيم، چې زه تل له هغه سره یم او پلويتوب ته یې چمتو یم. پر کمېس هغه څه لیکلي و، چې غوښتل مې ووایم.'

د ترکیې ورځپاڼې یني شفق دغه چاره 'د پوتین پارونه ' بللې.

له هغه وروسته چې ترکیې د روسیې جنګي الوتکه د دغه هېواد له پولې د اوښتو په تور نسکوره کړه، د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي دي.