کریکټ: افغانستان عمان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د اسيا کریکټ اتلولۍ ته د لار موندنې په دویمه سيالۍ کې د عمان سیالې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

په پیل کې نن بیا هم بخت له افغان لوبډلې سره نه وو، او پچه یا ټاس یې سیالې لوبډلې وګاټه او خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله.

د عمان لوبډلې توپ وهونکو بریدګره لوبه پیل کړه، او پر افغان توپ اچونکو یې پر له پسې څلوریزې او شپږیزې ووهلې.

عمان لوبډلې خپله لومړۍ ویکټه په یوولسم اوور کې له لاسه ورکړه، هغه وخت چې ۷۱ منډې یې جوړې کړې وې.

د عمان له خوا دوه لوبغاړي وتوانېدل چې پنځوسیزې هم پوره کړي او په ټاکل شویو شل اورونو کې دغې لوبډلې ۱۶۵ منډې جوړې کړې.

په نننۍ لوبه کې ګلبدین نایب د نورو افغان توپ اچوونکو په پرتله ښه وځلېد. نایب په څلورو اوورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.

د افغانستان له لوري شهزاد محمدي په لومړي اور کې وسوځېد. خو اصغر ستانکزي ډېره تېزه او بریدګره لوبه پیل کړه. اصغر د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۳۴ منډې جوړې کړې او وسوځېد.

خو نور علي ځدراڼ تر نور ډېرې ۶۳ منډې جوړې کړې.

په ورستیو اورونو کې د افغان لوبډلې حال دومره ښه نه وو، ځکه د نور علي ځدراڼ او نجیب ځدراڼ ویکټې پرله پسې پرېوتې.

په وروستي اوور کې لس منډو ته اړتیا وه، چې د دولت ځدراڼ په پرله پسې دوو شپږیزو، افغان لوبډلې بریا خپله کړه.

وړاندې تر دې د عربي متحده اماراتو لوبډلې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان بله لوبه د دوشنبې په ورځ له هانګ کانګ سره ده.

د جمعې په ورځ (فبروري ۱۹مه)، د اسيا کرېکټ اتلولۍ ته د لارموندنې په لومړنۍ سيالۍ کې متحده عربي اماراتو افغانستان ته په ١٥ منډو ماتې ورکړه.

ددې سيالۍ فاينل به د مارچ په شپږمه نېټه ترسره کېږي.

تېر ځل افغانستان کوربه بنگله ديش ته ماتې ورکولو سره ډېر خلک حيران کړي و او دا ځل به هم افغانستان هيله لري چې ورته اغېز پرېږدي، خو دې لپاره به افغانستان ته له عربي اماراتو او هانگ کانگ نه ميدان گټل وي.

دا لومړى ځل دى چې د آسيا جام سيالۍ ٢٠ اوريز فارمېټ يا بڼې کې کېږي. د آسيا جام لومړنۍ اتلولي په ١٩٨٤ کال کې شوې وه.

ورته مطالب