اسلام اباد لوبډلې د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګټله

د انځور حقوق PSL
Image caption د لوبې پچه اسلام اباد يونايټېد ګټلې او د کوټې لوبډلې ته یې د منډې جوړولو بلنه ورکړې وه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د پاکستان سوپر ليګ سياليو په پايلوبه کې اسلام اباد يونايټېد د کوټې ګلډي اېټرز ته په ماتې ورکولو سره دغه اتلولي خپله کړه.

په دغه لوبه کې اسلام اباد يونايټېډ د کوټې ګلډي ايټرز ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

د کوټې لوبډلې اسلام اباد ته د ۱۷۵ منډو هدف ټاکلی و، چې د ډوين سمېت او بريډ هيډن په ښې لوبې کولو سره يې په اسانۍ تر لاسه کړ.

د لوبې پچه اسلام اباد يونايټېد ګټلې او د کوټې لوبډلې ته یې د منډې جوړولو بلنه ورکړې وه، کوټې په ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې وې.

د اسلام اباد لوبډلې لپاره انډري رسل درې او محمد عرفان دوه لوبغاړی وسوځول.

د کوټې لپاره تر ټولو ښه لوبه احمد شهزاد وکړه، نوموړي په ۳۹ توپونو کې ۶۴ منډې جوړې کړې او همدا ډول بل لوبغاړی سنګاکارا په دې وتوانېد چې په ۳۲ توپونو کې ۵۳ منډې جوړې کړي.

د اسلام اباد لوبډلې لپاره سمېت په ۵۲ توپونو ۷۳ او هيډن ټولې ۵۳ منډې جوړ کړې.

ورته مطالب