د میسي دوو ګولونو بارسلونا پر ارسنال بریالۍ کړه

د انځور حقوق AP
Image caption میسي د خپلې لوبډلې له لوري د لوبې په ۷۱ دقیقه کې وتوانید توپ د خپلو سیالانو ګول ته ورسوي.

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ سیالیو کې د اسپانیا بارسلونا کلب د خپل وتلي لوبغاړي لیونل میسي د دوو ګولونو پر مټ د بریتانیا ارسنال لوبډلې ته د دوی په کورني لوبغالي کې ماتې ورکړه.

لوبه د لندن اماراتو لوبغالي کې وشوه، چې پکې د ارسنال لوبغاړي و نه توانیدل د میسي، نیمار او لویي سواریز په زړه پورې لوبې ته ځواب ووايي.

د لوبې پیل کې د ارسنال الیکس چمبرلین او اولیور جروډ داسې فرصتونه وموندل، چې خپله لوبډله مخکښه کړي، خو دوی و نه توانیدل له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.

میسي د خپلې لوبډلې له لوري د لوبې په ۷۱ دقیقه کې وتوانید توپ د خپلو سیالانو ګول ته ورسوي.

دغه ګول کې نوموړي سره سواریز او نیمار دواړو مرسته وکړه.

۱۲ دقیقې وروسته، چې د لوبې ټولټال ۸۳ دقیقې وخت تېر و، د ارسنال متبادل لوبغاړي ماتهیو فلیمیني میسي په ډي دایره کې وپرځاوه، چې له کبله یې بارسلونا ته پنالټي شاټ ورکړل شو.

میسي له همدې فرصته په ګټې اخیستو سره د خپلې لوبډلې بریا دوو ګولونو ته پورته کړه، چې بیا د دوی همدغه پرمختګ د لوبې تر پایه پر خپل ځای پاتې شو.

درې اونۍ وروسته به ارسنال د همدې لړۍ دویمې لوبې لپاره بارسلونا ته ورځي.

د خپل ښار لوبغالي کې له بارسلونا نه ماتې خوړولو سره د ارسنال مورال ته سخت زیان اوښتی.