‍ په فيفا کې سمونونه تايد شول

Image caption د فيفا غړي د نوي مشر د ټاکلو لپاره په سويس کې غونډه کوي.

د فوتبال نړیوالې شورا یا فیفا دې شورا کې د د روڼتیا د زياتولو، او اداري فساد د مخنيوي لپاره نوي اصلاحات منلي دي.

په دغو ګامونو کې د شورا د مشر په ګډون د ټولو انتخابي غړو لپاره د يوې ټاکلې مودې معلومول هم شامل دي. دغه راز د فيفا د مشر واکونه هم ددې اصلاحاتو وروسته راکميږي.

د غړو په برخه کې ددا پرېکړه شوې ده چې لږ ترلږه شپږ مېرمنې به هم د فيفا شورا ته غوره کېږي.

په سويس کې اوس د نوي مشر د ټاکلو لپاره د پروسې په پيلولو کار کېږي.

نوى مشر به د سیپ بلاټر ځای نیسي.

پر نوموړي د اداري فساد تورونه و چې تېر کال یې استعفا ورکړه. د پنځو کاندیدانو په لړ کې د اسيا د فوتبال فدراسیون مشر شیخ سلمان او اروپايي فوټبال مشر ګیاني اینفانتینو د ټولو په سر کې بلل کېږي.