هند لوبډلې پاکستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP

په بنګله دېش کې د اسيا کرېکټ اتلوليو په ترڅ کې هند لوبډلې پاکستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې پچه (ټاس) هند ګټلی او لومړی يې پاکستان ته د منډې جوړولو بلنه ورکړې وه.

پاکستان لوبډلې په ۱۷اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۳ منډې جوړې کړې او هند ته يې د ۸۴ منډو هدف وټاکه.

هند لوبډلې په ۱۵ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف پوره او لوبه يې وګټله.

په نننۍ لوبه کې هېڅ کوم ټيم په دې و نه توانېد چې شپږيزه ووهي.

د پاکستان لپاره تر ټولو ښه لوبه سرفراز وکړه نوموړي په ۲۴ توپونو کې ۲۵ منډې جوړې کړې. د يادې شوې لوبډلې لپاره محمد عامر درې او محمد سميع دوه هندي لوبغاړي و سوځول.

د هند لوبډلې لپاره ويراټ کولي په ۵۱ توپونو کې ۴۹ منډې، يوراج سېنګ ۱۴ او دهوني ۷ منډې جوړې کړې.

د دغې لوبډلې لپاره هارډېک پنډيا درې، روېندرا جړېجا دوه، اشيش نېهرا، جسپريت پورما او يوراج سېنګ يو يو پاکستانی لوبغاړی و سوځاوه.

د پاکستان او هند تر منځ د اسيا کرېکټ اتلوليو تېره لوبه د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې شوې وه چې هغې کې شاهد اپريدي د ۳۴ منډو په جوړولو سره لوبه ګټلې وه.

ورته مطالب