اسيا کرېکټ: هند له سريلانکا لوبه وګټله

د انځور حقوق Getty

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د اسيا کرېکټ اتلوليو په ترڅ کې هند لوبډلې سريلانکا ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه هند کټلې او سريلانکا ته يې لومړی د منډې جوړولو بلنه ورکړې وه.

سريلانکا د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اوورونو کې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او هند ته يې د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه.

هند لوبډلې وکولای شوای چې ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي.

د هند لوبډلې له خوا وېرات کولي په ۴۶ توپونو کې ۵۶، يوراج سېنګ په ۱۸ توپونو کې ۳۵ او راينا په ۲۶ توپونو کې ۲۵ منډې جوړې کړې.

د سريلانکا لوبډلې له خوا تر ټولو ډېرې منډې کاپوګوديرا وکړې، نوموړي په ۳۲ توپونو کې ۳۰ منډې جوړې کړې.

پر نوموړي سربېره وردانا ۲۲، ميتيوز ۱۸ او دلشان ۱۸ منډې جوړې کړې.

د هند له لوبډلې څخه جسپت بومرا، ايشون او پانډيا دو ه دوه لوبغاړي و سوځول.

هند د ۶ نومرو په لرلو سره د جدول په سر کې دی. بنګله دېش دوهم، سريلانکا درېيم او پاکستان څلورم ځای لري.

ورته مطالب