د نوي زیلاند پخوانی کرېکټ کپتان مارټن کرو ومړ

د انځور حقوق Getty
Image caption مارټن کرو له ۱۹ کلنۍ راهیسې په نړیوالو کرېکټ لوبو کې برخه درلوده

د نوي زیلاند کرېکټ لوبډلې پخوانی غړی او کپتان مارټن کرو د ۵۳ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی له اوږدې مودې ارهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته و او د پنجشنې په ګهیځ یې ساه ورکړه.

هغه له ۱۹ کلنۍ راهیسې په نړیوالو کرېکټ لوبو کې برخه درلوده. کرو د نوي زیلاند له خورا بریالیو بېټسمینانو یو بلل کېده.

د انځور حقوق AFP
Image caption نوموړی له اوږدې مودې ارهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته و

نوموړي د خپل هېواد له لوري په ۷۷ ټیسټ او ۱۴۳ یوه ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې. نوموړي ټیسټ لوبو کې د ۴۵ اعشاریه ۳۶ اوسط سره ۵۴۴۴ منډې جوړې کړې وې.

مارټن کرو ۱۶ ټیسټ لوبو کې د خپلې لوبډلې مشرې کړې وه او ۱۹۹۱ کال کې یې د سریلانکا خلاف د لوبې پر مهال په فردي توګه تر ټولو ډېر ۲۹۹ منډې جوړې کړې.

نوموړی د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام سیالیو کې هم د خپلې لوبډلې کپتان و، چې لوبډله یې له پاکستان سره د نیمه پایلوبې پر مهال له ماتې وروسته له دغو سیالیو بهر شوه.