افغان لوبډله: نړیوالو سیالیو ته پوره چمتووالی لرو

د انځور حقوق ACB
Image caption د لوبډلې ۱۵ لوبغاړو کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی، یوازې حمید حسن له روغتون نه د لوبې ډګر ته رسېدلی او د یمین احمدزي ځای یې نیولی دی.

د افغانستان کریکټ لوبډله چې په هندوستان کې کیدونکو د نړیوال جام په شل اوریزو سیالیو کې لوبېږي، ډاډ څرګندوي چې ښه به وځلېږي.

لوبډل مشر یې اصغر ستانکري بي بي سي ته ویلي په تېرو څو ورځو کې یې هغو نیمګړتیاوو باندې کار کړی چې دا لوبډله یې د اسیا کپ سیالیو د غوراوي له پړاوه وایسته:

"د افغانستان ټیم په بېټینګ کې ښه دی، موږ دلته په بالینګ او بیټینګ ډېر کار وکړ، چې تېرې تېروتنې بیا تکرار نه شي".

د لوبډلې ۱۵ لوبغاړو کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی، یوازې حمید حسن له روغتون نه د لوبې ډګر ته رسېدلی او د یمین احمدزي ځای یې نیولی دی.

د نړیوال جام سیالیو د چمتووالي په درشل کې د هند چندګړ کې افغانستان له هالنډ سره یوه ورځنۍ دوستانه لوبه هم لرله، چې د ۱۶ منډو په توپیر یې وګټله.

له عمان سره لوبه باران پرې نه ښوده.

په هند کې ګڼ افغان محصلین او مېشت افغانان د خپلې کریکټ لوبډلې بدرګې ته ورغلي وو.

افغان لوبډله په نړیوالو سیالیو کې د مارچ پر اتمه له سکاټلنډ سره سیالي لري.

د مارچ پر لسمه له هانګ کانګ او پر ۱۲مه، له زیمبابوې سره مخامخېږي.

ورته مطالب