د کریکټ اسیايي اتلولیو کې ماتې افغان لوبډله ویښه کړې

Image caption داسې مهال چې د نړیوالو اتلولیو په درشل کې و ډېرو ته دا اټکل کېده چې دا ماتې ښايي د لوبغاړو روحيه ټیټه کړي خو پخوانی لوبډلمشر محمد نبي وايي اسیا کپ سیالیو ته نه ورتګ یې ملګري هیښ کړي دي

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله په هندوستان کې د ۲۱۰۶ کال کېدونکو د نړیوالو اتلولیو لپاره په تیاریو لګیا ده. د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې چې د عربي اماراتو په شارجه کې دې لوبډلې له زیمبابوې کریکټ لوبډلې سره په پرله پسې ډول بریالۍ لوبې وکړې.

د نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدو لپاره یې تمې ډېرې شوې چې ګواکې ښه به ولوبیږي، خو د اسیايي اتلولیو دغوراوي په پړاو کې یې لوبې د تمې خلاف وبایللې او په اسیايي اتلولیو کې چې بنګلدیش کې وې له لوبیدو پاتې شول.

داسې مهال چې د نړیوالو اتلولیو په درشل کې و ډېرو ته دا اټکل کېده چې دا ماتې ښايي د لوبغاړو روحيه ټیټه کړي خو پخوانی لوبډلمشر محمد نبي وايي اسیا کپ سیالیو ته نه ورتګ یې ملګري ویښ کړي دي:

"کریکټ دی په دې لوبه کې ماتې او بری وي ماتې په کې د ډیر تشویش خبره نه ده، نیمګړتیاوې کله کله د بریالیتوب لپاره لاره جوړوي همداسې وشول زموږ لوبغاړي له دغو لوبو وروسته په ډېر کوشش کې دي او خپلې کمۍ له منځه وړي ".

د انځور حقوق AFP Getty

لوبډل مشر اصغر ستانکزی د هندوستان په پنجاب ایلات کې د لوبغاړو سره په تیارۍ کې ډير بوخت دی بي بي سي سره یې په خبرو کې وویل "زموږ د بایللو لوبو لامل زموږ کمزورې توپ وهنه (بیټینګ) و ډګر ساتنه (فیلډینګ) مو هم ښه نه و نو په دې ورځو کې چې موږ پرلپسې تمرین کو دغه اړخ ته مو پام ډیر شوی او ګټه یې هم کړې اصغر وویل په لوبډله کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی یوازې د یمین احمدزي پرځای د لوبډلې تیز توپ ویشتونکی حمید حسن ورګډ شوی".

حمید حسن هم له لوبډلې سره یوځای تمرین کوي هغه تیرې دوه میاشتې د هندوستان په یوه روغتون کې بستر و د چندهګړ په موهالي لوبغالي کې یوې څنډې ته د نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای موږ څو ساعته د حمید حسن د تمرین نندارې ته ناست و د لوبډلې روزونکی انضمام الحق او افغان مدیر یې شیراغا همکار په لوبغاړو د ښه چارۍ غږ کاوه.

د انځور حقوق REUTERS

حمید حسن وویل روغتیا یې ښه ده دا څو ورځې چې پرله پسې تمرین کوم بشپړ تیار یم کومه ستونزه د ځان په وړاندې نه وینم حمید وایي د اسیايي اتلولیو دغوراوي له پړاو نه تیریدل ننګونکې خبره نه وه:

"نو کریکټ کې دا راځي د پاکستان لوبډله هم تاسې ولیده چې له اسیايي جامه بیرون شوه، موږ ته د نړیوال جام سیالۍ ډ‌یرې مهمې دي هڅه مو دا ده چې له لومړي پړاوه ووځو نورو سره به ګورو".

د مارچ په څلورمه په موهالي لوبغالي کې یې د هالنډ کریکټ لوبډلې سره د ملګرتیا نارسمي لوبه درلوده، په لوبه کې افغان لوبغاړي ښکارېده چې د یوې سختې خوارۍ له مخې لوبه کوي که دوستانه هم ده حمید حسن ښه توپ اچونه وکړه، په ډګر ساتنه کې ګلبدین نایب هم خورا لالهانده و خپله ډيره هڅه یې کوله چې بال ته ځان ورسوي افغان لوبډلې دغه دوستانه لوبه له هالنډۍ سیالې د ۱۶ منډو په توپیر وګټه.

د انځور حقوق

دا د پاموړ وه چې په هندي پوهنتونونو کې افغان زده کونکي له څو ساعتونو مزل وروسته د خپلې لوبډلې د بدرګې لپاره ورغلي و او په لوبغالي کې د افغانستان بیرغونه رپول له لوبې وروسته افغان ځوانانو له خپلو لوبغاړو سره ګډ انځورونه واخیستل او تمه یې ښودله چې باوري دي په نړیوال جام سیالیو کې به یې لوبډله وځلیږي.

نه یوازې افغانان دهند ځايي خلکو کې هم دا لوبډله ستایله هندي خبریالانو چې ددغه لوبې ننداره کوله ویل یې په لوبډله کې داسې لوبغاړي شته چې د ښې لوبې تمه ترې کیدای شي.

یوه هندي هټیوال زموږ په غاړه کې د اي سي سي د کارتونو په لیدو وپوښتو له کوم هېواده یاست موږ وویل افغانستان سم له واره یې د شاپور ځدران نوم واخیست ویل یې ښه بال ویشتونکی دی ځانګړی سټایل لري .

افغانستان د مارچ په ۶ له عمان سره یوه بله دوستانه لوبه لرله، او په نړیوال جام سیالیو کې به یې د مارچ په اتمه له سکاټلنډ سره لومړۍ لوبه وي، د مارچ په لسمه به له هانګ کانګ سره او په ۱۲ نېټه به له زمبابوې سره لوبیږي.

د انځور حقوق ACB

له زیمبابې سره په پخوانیو لوبو کې چې شهزاد ښه ځلېدلی و وايي لومړی به له سکاټلنډ او هانګ کانګهد بري خپلولو خواري کوي زمبابوې سره یې لوبه کې پخوانۍ تجربه شته چې ترې ویې ګټي .

په ټوله کې د لوبغاړو هڅه دا ده چې د لومړي پړاو لوبو بری وګټي .

ورته مطالب