د کرېکټ ٢٠ اوريزه جام ته لنډه کتنه او افغان کرېکټ

په لومړيو کې کرېکټ يواځې د ټېسټ په بڼه تر سره کېدو. دواړه لوبډلې تر پنځه ورځو د يو بل په وړاندې لوبېدې.

دغه لوبو خورا ډېر وخت نيوه نو د مينه والو د لېوالتيا لپاره يو ورځنۍ کرکټ رامنځ ته شو. د کرکټ په نړۍ کې لومړی انقلاب هم د يو ورځنېو سياليو پېل بلل کېږي. دغه سيالۍ په لومړيو کې ۶۰ اوريزه وې او لومړی نړېوال جام يې په ۱۹۷۵ لمريز کال کې تر سره شو.

دغه سيالۍ وروسته په ۵۰ اوريزه بدلې شوې او تر دې دمه د دغه سیاليو۱۱نړېوال جامونه تر سره شوي. د لومړي نړېوال جام اتل يې غرب الهند او د وروستي پړاو اتله لوبډله يې اسټراليا وه.

د يويشتمې پېړۍ پېلېدو سره د کرېکټ لپاره پوره ورځ تېرول هم د مينه والو لپاره ستړي کوونکي برېښېدل نو له دې کبله د کرېکټ پوهانو او اړونده چارواکو په داسې لارو چارو فکر پېل کړ تر څو د مينه والو لېوالتيا د کرېکټ لپاره ډېره کړي.

په دغه لړ کې يو وړاندېز يې هم ۲۰ اوريزه کرېکټ و چې د طرفدارنو تر څنګ يې ډېر منتقدين هم درلودل. که ځينو د نړۍ د تر ټولو ستر ورزش په توګه فټبال ته د ماتې ورکولو لپاره ښه وسله بلله، نو نورو يې د کرېکټ مرګ او د لوبغاړو د تخنيک د خرابېدو وېره هم درلوده.

دغه ډول سيالۍ د لومړي ځل لپاره د انګلستان په کورني کرېکټ کې تر سره شوې چې نه يواځې په انګلستان بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم مينه والو ترې د تلويزيون په پرده ډېر خوند واخيست.

د انګلستان په کورني کرکټ کې د مينه والو د لېوالتيا له پلوه دا تر ټولو سترې سيالۍ وې. نړېوال کرکټ ته له راتګ وړاندې دغه تجربه د جنوبي افريقا په کورني کرېکټ کې هم په بریالۍ توګه تر سره شوه.

Image caption نظيم جار عبدالرحيم زى چې کورنۍ کرکټ رزونې کې ونډه لري وايي ، د ٢٠ اوريزه جام سياليو کې به د افغانانو برخه اخيستل افغانستان کې په کرکټ ژور اغېز ولري.

په نړېوال کرېکټ کې د لومړي ځل لپاره ۲۰ اوريزه سيالۍ د انګلستان او اسټريليا تر منځ تر سره شوه چې دغه سیالۍ د انګلستان په بریا تمامه شوه. په دغه لړ کې څو نورې نړېوالې شل اورېزې سيالۍ هم تر سره شوې چې دغه سياليو د مینه والو پام ځانته راواړولو او په ۲۰۰۷ کال کې لومړی ۲۰ اوریزه نړیوال جام په سویلي افریقا کې ترسره شو چې په پایلوبه کې له یوې سختې سیالۍ وروسته هندوستان وتوانید پاکستان ته ماتې ورکړي او ‍پدې توګه د لومړی ۲۰ اوریزه نړیوال جام ګټلو ویاړ خپل کړي.

دوهم نړیوال جام په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شوه او درېم جام چې باید په ۲۰۱۱ کې ترسره شوی وای خو د ۵۰ اوریزه نړیوال جام له کبله په ۲۰۱۰ کال په ویسټ انډیز کې ترسره شوه. دا لومړی ۲۰ اوریزه نړیوال جام و چې افغان زمريو پکې ګډون وکړ. پدغه جام کې افغانانو خپله لومړۍ لوبه د هندوستان او دوهمه یې د سویلې افریقې پر وړاندې ترسره کړه چې دواړه لوبې یې وبایللې.

له ۲۰۱۰ راپدیخوا تر دې دمه درې نړیوال شل اوریز جامونه ترسره شویدي چې سږکال یې څلورم جام ترسره کېږي او له نیکه مرغه چې افغانستان څلور واړو جامونو ته لار پیدا کړیده.

د ۲۰۱۶ نړېوال ۲۰ اوريز جام په هندوستان کې تر سره کېږي چې افغان لوبغاړي يې له حالاتو سره بلدتيا لري. آسيا جام ته د لار موندنې له سياليو وړاندې ملي لوبډلې په ياد هېواد کې تمرينات درلودل او ځينې تمريناتي لوبې يې هم تر سره کړې. د افغانستان کورنی لوبغالی (هوم ګراونډ) هم په هندوستان کې دی او افغان لوبغاړی پکې خپل تمرينات تر سره کوي. له نړېوال جام څخه وړاندې افغانستان ته د کرېکټ د نړېوالې شورا لخوا دوه تمريناتي سيالۍ هم چمتو شوې وې چې يوه يې د هالېنډ او بله يې عمان په وړاندې وه.

په ۲۰۱۶ نړېوال جام کې ټول ټال ۱۶ لوبډلې په دوه پړاوونو کې لوبېږي چې لومړی پړاو کې د کرېکټ د نړېوالې شورا په درجه بندۍ کې ټیټ اته هېوادونه سره په خپلو کې لوبېږي چې په دوه ګروپونو وېشل شويدي. د هر ګروپ غوره لوبډله به د لس غوره لوبډلو پړاو ته لاره مومي او له غوره اته لوبډلو سره به لوبېږي. دې لوبوکې د افغان لوبډلې لاس ته راوړنې هر څه وي، دا برخه اخېستل به افغان کرېکټ سره ډېره مرسته وکړي. بې له شکه افغانستان کې د کرېکټ ځینې ننګونې شته چې ‍په لاندې ډول خلاصه کېدی شي:

ننګونې:

  • افغانان له کرېکټ سره بې سارې مینه لري خو له بره مدغه چې پوهاوی یې کم دی او ځان هم سم نه پوه کوي البته هر څه ته د خپل فکر له مخې ګوري. پخپل فکر نیوکې او پریکړې کوې او خپلې ټولې غوښتنې ورته سمې ښکاري چې ځینې وخت د کرکټ بورډ د چارواکو د چټک مزل خنډ جوړیږي او د دوی ناسمې نیوکې او غوښتنې د ملي لوبغاړو په روحیاتو منفې اغیزې کوي.
  • د ځینو مشرانو لخوا ناسم تشویق چې د لوبغاړي د ناراستۍ لامل ګرځي یانې د ځینو والدینو یا د کورنۍ د غړو لخوا د ورور یا ځوی بیځایه تشویقول او د هغه هرې غوښتنې ته لبیک ویل پداسې حال کې چې هغه به د ولایتي لوبډلې وړتیا نلري او دوی به ورته د ملي لوبډلې او ۱۹ کلنو وعدې ورکړې وي چې لوبغاړی د تمرین، هڅو او هاند پر ځای د خپلو مشرانو هلو ځلو ته سترګې په لار پاتې شي.
  • د کرکټ بورډ په اړونده چارو کې د چارواکو او زورواکو بیځایه مداخلې چې د کرکټ په پرمختګ کې یې تر ټول لوی خنډ ګڼلی شو.