افغانستان د کرېکټ ٢٠ اوريزه جام سياليو کې خپله لومړنۍ لوبه وگټله

د انځور حقوق AFP

په هندوستان کې د کرېکټ د ٢٠ اوريزه نړيوال جام سياليو دويمه لوبه کې د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ سيالي تر سره شوه.

افغان لوبډلمشر د پچې له گټلو وروسته خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. که څه هم د افغان ټيم د لوبې پيل تود و، خو د ٢۴ منډو له جوړولو وروسته يې لومړی لوبغاړى وسوځېد.

د افغانستان له لوري شهزاد محمدي په ۳۹ توپونو کې د ٦١ منډو په جوړولو سره تر ټولو ښه وځلېد. د لوبډلمشر اصغر ستانکزي لوبه هم ښه وه نوموړي په ۵۰ توپونو کې ٥٥ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې په دې توگه سکاټلنډ ته د ١٧١ منډو هدف ورکړ. که څه هم د سکاټلنډ لوبه په پيل کې ښه وه، لومړنى لوبغاړى يې د ٨٨ منډو وروسته وسوځېد، پر افغان لوبډلې يو پړاو کې ډېر فشار و، خو د راشد خان له خوا په پرله پسې توگه ددوو لوبغاړو سوځولو وروسته فشار يو څه راکم شو.

د افغانستان له لوري د محمد نبي توپ اچونه هم د پام وړ وه.

افغان ملي لوبډله د نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې په (ب) ګروپ کې ځای لري، چی ورسره سکاټلنډ، زمبابوې او هانګ کانګ هم شامل دي.

افغانستان راتلونکې لوبه د روانې میاشتې په لسمه له هانګ کانګ او پر دولسمه له زمبابوې سره لري.

د دغې لوبې بشپړ معلومات دلته کتلی شی

زمبابوې لوبډلې هانگ کانگ ته ماته ورکړه

د کرېکټ ٢٠ اوريزه نړيوالو سياليو لومړۍ لوبه کې زمبابوې هانگ کانگ ته ماته ورکړه. زمبابوې لومړى بيټنگ پيل کړ او په ټاکلو اوورونو کې يې هانگ کانگ ته د ١٥٩ منډو هدف وټاکه.

د زمبابوې له خوا زمباندا تر ټولو زياتې يعنې ٥٩ منډې جوړې کړې. د هانگ کانگ پرانستونکې لوبه ښه وه، خو په دې ونه توانېدل چې ټاکل شوى هدف پوره کړي او په دې توگه، ټوله لوبډله يې د ١۴۴ منډو په جوړولو وسوځېده او زمبابوې دغه سيالي په ۱۴ منډو وگټله

ورته مطالب