افغانستان خپله دوهمه لوبه نن له هانګ کانګ سره کوي

افغان لوبډله په هند کې د روانو کرېکټ شل اووریزو سیالیو په ترڅ کې نن له هانګ کانګ سره لوبه کوي.

افغانه لوبډله وايي هانګ کانګ که څه هم څو ځلي افغان لوبډلې مات کړی، د کمزورې لوبډلې په سترګه نه ورته ګوري او بشپړ چمتوالی یې ورته نیولی دی.

زموږ همکار سیدعبدالله نظامي چې د دغه لوبو د خبري پوښښ لپاره هند کې دی، وايې افغانستان د خپلې ګټې لپاره ډاډمن ښکاري.

افغانستان د کرېکټ په نړیوالو شل اووریزو سيالیو کې لومړنی بریالی ګام پورته کړ، سیاله لوبډله سکاټلنډ یې ماته کړه او اوس تمه لري چې په دغه لوبه کې چې له هانګ کانګ سره ده یوه بل بري ته به ورسیږي چې د نړیوال جام سیالیو دویم پړاو ته یې لاره لنډه شي.

افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي بي بي سي سره ځانګړو خبرو کې وویل، د ګټې تمه یې شته خو سیالې لوبډلې ته د یوې ځواکمنې لوبډلې په سترګه ګوري.

نوموړی وايي، دلته ټولې لوبېدونکې لوبډلې غښتلې دي، او هانګ کانګ هم کمزوری ټيم نه دی، موږ خو په اماراتو کې هم مات کړ، پخوا مو هم ترې سیالۍ ګټلي خو اوس د دې یوې ځواکمنې لوبډلې په توګه ورته موږ تیاری نیولی.

د انځور حقوق afghan cricket board

ښاغلی ستانکزی زياتوي "هلکانو د دوئ تیرې لوبې په ویډیوګانو کې بیا بیا وکتلې چې ورسره د ښې سیالۍ لاره پیدا کړو"

نوموړی زياتوي، "ځکه هېڅ لوبډلې ته کم فکر نه کوي چې په اسیايي کپ سیالیو کې یې بدې تجربې ولیدې افغان لوبغاړو ځینې لوبډلې خورا بې ځواکه ګڼلې چې بیا له هغو یې ماتې وخوړه".

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې په نړیوال جام سیالیو کې تر خپل لومړي بري یوه ورځ وروسته د خپل هېواد په ختیځ کې هغو پېښو سخت خواشیني کړي چې د خوښۍ په پلمه ډزو کې ځینو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، لوبغاړی حمید حسن وايي لوبې به ګټي خو د ډزو کلک مخالف دی.

له هانګ کانګ سره لوبه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکې ده، له همدې امله د سیمې او په ځانګړي ډول هندي رسنیو کې یې سخت بحثونه راپارولي دي.

داسې چې د دغه ځوانې خو مټورې لوبډلې ځغاسته د کرېکټ په نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې له پامه نه شي غورځېدی، افغانستان د مارچ په دولسمه بله لوبه له زمبابوې سره لري که دغه دواړه لوبې وګټي د سیالیو دویم پړاو ته وځي.

ورته مطالب