کرېکټ: عمان ايرلنډ ته په دوو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق AP

د نړيوالو ۲۰ اووريزو کرېکټ سياليو په ترڅ کې عمان ايرلنډ ته د يوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې په دوو وېکټو ماته ورکړه.

عمان د ايرلنډ لوبډلې له خوا د ۱۵۵ منډو ټاکل شوی هدف په وروستي اوور کې پر شپږم توپ پوره کړ.

دغه لوبې د هند په دهرم شاله کې ترسره شوې.

د عمان له خوا د لوبې ګټلو لپاره، په وروستي اوور کې د عامر علي او جتيندر سېنګ ګډې لوبې لويه ونډه لرله.

دواړو لوبغاړو په شريکه د ۴۷ منډو په جوړلو سره ښه لوبه ترسره کړه، عامر په ۱۷ توپونو ۳۲ او جتيندر سېنګ په ۲۶ توپونو ۲۴ منډې جوړ کړې.

د عمان لوبډلې لپاره خاور علي او ذيشان لوبه پيل کړه او ۶۹ منډې يې په شريکه جوړې کړې.

د دغې لوبې پچه ايرلنډ ګټلې او لومړی يې د منډې جوړلو پرېکړه کړې وه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

د ايرلنډ لوبډلې له خوا ګيري ولسن ښه لوبه وکړه نوموړي د ۵ څلوريزو په جوړولو سره تر ټولو ډېرې يعنې ۳۸ منډې جوړې کړې.

د عمان لپاره مونس انصاري د دريو وېکټو په اخيستو سره په زړه پورې توپ اچونه وکړه.

د لوبې بشپړ تفصيل دلته لوستلی شئ

بل خوا، ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هانګ تر منځ لوبه د مارچ پر لسمه نېټه ترسره شي.

ورته مطالب