بنګله دېش هالنډ ته په ۸ منډو ماته ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption بنګله دېش لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې

د هند په دهرم شالا ښار کې د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو لوبو په ترڅ کې بنګله دېش هالنډ ته د ۱۵۴ منډو هدف ټاکلی و.

د هالنډ لوبډلمشر د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه کړې وه.

له بنګله دېش لوبډلې تميم اقبال ناسوځېدلې ۸۳ منډې جوړې کړې او د هالنډ لوبغاړي وين ګګټن په څلوورو اوورونو کې د ۲۱ منډو په جوړولو سربېره د بنګله دېش درې لوبغاړي هم وسوځول.

د لوبې بشپړ تفصيل دلته لوستلى شئ

د بنګله دېش د لوبې پيل ډېر ښه نه و، د ۱۸ منډو په جوړولو سره د دغې لوبډلې لومړی لوبغاړی وسوځېد. د يادې شوې لوبډلې لپاره له تميم اقبال پرته بل توپ وهونکی په دې و نه توانېد چې له ۱۵ زياتې منډې جوړې کړي.

د ۱۱۲ منډو په جوړولو سره د بنګله دېش ۵ لوبغاړي و سوځېدل.

د هالنډ لوبغاړي مي بورګ په ۲۹ توپونو کې د ۲۹ منډو په جوړولو سره د نصير حسين له خوا وسوځېد.

بنګله دېش لوبډله په دې و نه توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي نوموړي ټيم په ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې جوړې کړې.

د يادې شوې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې کوپر، بورين او مايبورګ وکړې دوی هر يوه ۲۹، ۲۹ منډې جوړې کړې.