افغانستان هانګ کانګ ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption محمد نبي د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو

په هند کې د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په ترڅ کې افغانستان په خپله دوهمه لوبه کې هانګ کانګ ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه. لوبه د هند په ناګپور کې ترسره شوه.

د نننۍ لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه وکړه. د هانګ کانګ د لوبې پيل ښه نه و، نوموړې لوبډلې په لومړي اوور کې ۶ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان لپاره په نننۍ لوبه کې محمد نبي تر ټولو ښه توپ اچونه يعنې باولېنګ وکړ، نوموړي په لومړي اوور کې د ۲ وېکټو په اخستو سره د هانګ کانګ څلور لوبغاړي وسوځول. دا په نړيوالو۲۰ اووريزو سياليو کې د افغان لوبغاړي تر ټولو غوره توپ اچونه بلل شوې ده.

نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دلوبې بشپړ تفصيل دلته کتلى شئ

د کرېکټ نړيوالې ادارې هم د افغان لوبډلې توپ اچونه ستايلي ده.

د افغانستان لپاره تر ټولو زياتې منډې شهزاد محمدي جوړې کړې، نوموړي په ۴۰ توپونو کې ۴۱ منډې وکړې، نور علي ځدراڼ په ۳۷ توپونو کې د ۳۵ منډو په جوړولو سره د افغان لوبډلې په بري کې لويه وڼډه ولرله. د هانګ کانګ لپاره انشي رت ۲۸، کمپبېل ۲۷ او اټکېنسن د۱۶ منډو جوړولو سره غوره لوبه وکړه. د يادې شوې لوبډلې لپاره کمپبېل ۲ او انشي رت يوه وېکټه واخيسته.

د افغانستان بله سيالي د شنبې په ورځ زمبابوې سره ده. په ب ګروپ کې دواړو ټيمونو دوې دوې لوبې کړې دي او څلور څلور پواينټونه لري.

که څه هم چې درن ريټ په حساب د افغانستان دريځ غښتلى دى، خو هره لوبډله چې د شنبې د ورځې سيالي ګټي هغه به د ب ګروپ څخه بل پړاو ته لاره پيدا کوي.

ورته مطالب