زمبابوې سکاټ لينډ ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption د زمبابوې له لوري شان ويليمز تر ټولو زياتې ٥٣ منډې جوړې کړې.

کرېکټ د ٢٠ اوريزه لوبو نړيوال جام اتلولۍ دې لوبې کې زمبابوې د پچې له گټلو وروسته خپله دتوپ وهنې پرېکړه وکړه او ١٤٧ رنزونه جوړ کړل، خو د سکاټ لينډ لوب ډلې يواځې ١٣٦ جوړ کړى شول. دا د سکاټ لينډ دويمه ماتې ده.

د زمبابوې له لوري شان ويليمز ٥٣ منډو جوړولو سره تر ټولو زياتو رنزونو جوړونکي په توگه وځليد.

د لوبې بشپړ تفصيل دلته لوستلى شئ

کله چې د سکاټ لينډ ټيم لوبې ته راووتلو په سر کې دوڅلوريزې يې واخيستلې خو وروسته سکاټ لينډ ډير زر يو په بل پسې لوبغاړي له لاسه ورکړل او لومړيو اتو اورونو کې يې نيمايي لوبغاړي له لاسه ورکړل. دا په د ې سياليو کې د سکاټ لينډ دويمه ماتې ده.