افغانستان د نړيوالو٢٠ اووريزو سياليو دوهم پړاو ته ورسېد

د انځور حقوق AFP

د نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې افغان لوبډلې زمبابوې ته په ۵۹ منډو ماتې ورکولو سره د دغو سياليو دوهم پړاو ته ورسېد.

افغان لوبډلې اوس د نړيوالو شل اووريز سياليو لسو لوبډلو کې ځای خپل کړ.افغانستان به اوس له نهه نورو ټيمونو سره چې انګلستان، جنوبي افريقا، سريلانکا، ويسټ انډيز په لومړي ګروپ کې او استراليا، هند، نوي زيلاند او پاکستان په دوهم ګروپ کې دی يو ځای کېږي.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر ګټلې او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه. افغان لوبغاړو د لوبې له پيل تر پايه په زړه پورې لوبه وکړه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې محمد نبي وکړې، نوموړي په ۳۲ توپونو کې د ۵۲ منډو په جوړولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو.

سميع شينواري په ۳۷ توپونو کې ۴۳ او شهزاد محمدي په ۲۳ توپونو کې د ۴۰ منډو په جوړلو سره هم ښه لوبه وکړه.

نننۍ لوبه د هند په ناګپور کې ترسره شوه.

له افغان توپ اچوونکو رشيد خان ۳، حميد حسن ۲، محمد نبي، سميع الله شينواری، اصغر ستانکزي او دولت ځدراڼ يو يوه وېکټه واخيسته.

د زمبابوې لپاره د لوبې پيل ښه نه وو، د لږو منډو په جوړولو سره يې لوبغاړي يو پر بل پسې و سوځېدل.

د زمبابوې يو تکړه لوبغاړی مسکداز د ۱۱ منډو په جوړولو سره د افغان لوبغاړي حميد حسن له خوا وسوځېد.

د افغان لوبډلې راتلونکې لوبه د روانې مارچ میاشتې پر ۱۷ نېټه له سریلانکا سره ده.

ورته مطالب