کرېکټ: سريلانکا افغانستان ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP

د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې د سريلانکا لوبډلې افغانستان ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي ګټلې او لومړی یې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه. دغه لوبه د هند په کلکته کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۳ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

سريلانکا وتوانېده چې ټاکل شوی هدف يوازې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹ اوورونو کې پوره کړي.

د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو ښه لوبه د دغې ټيم کپتان اصغر ستانکزي وکړه نوموړي په ۴۷ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړې.

د لوبې بشپړتفصيل دلته کتلى شئ سميع الله شينوراي په ۱۴ توپونو کې د ۳۱ منډو او نور علي ځدراڼ په ۲۳ توپونو کې د ۲۰ منډو په جوړولو سره هم ښه ولولېدل.

د انځور حقوق AP

د سريلانکا لوبغاړي تيسرا پېريرا ۳، رنګانا هيرت ۲، انګېلو متيوز او کولسیکارا يو يو افغان لوبغاړی وسوځاوه.

د خراب فيلډېنګ يا ډګر ساتنې له امله سريلانکا وکولی شوی په اسانۍ سره منډې واخلي، د دغې لوبډلې لپاره ټېلکراټېن ډېلشان په ۵۶ توپونو کې د ۸۳ منډو په جوړولو سره تر ټولو غوره لوبه وکړه.

نور لوبغاړلي لکه متيوز او چنديمل هم ښه وځلېدل دوی په ترتيب سره ۲۱ او ۱۸ منډې ترسره کړي.

له افغان لوبغاړو محمد نبي او راشد خان يوه يوه وېکټه واخيسته.

د کرېکټ شننونکو په وينا په ټوله کې افغانستان ښه لوبه وکړه خو د خراب فيلډېنګ له امله يې ونشوای کړای لوبه وګټي.

ورته مطالب