کرېکټ: افغانستان له اوسنۍ اتلې سریلانکا سره مخامخ کېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ای سي سي نړیوالو شل اوریزو لوبو لومړي ګروپ دویمه لوبه کې نن افغان ملي لوبډله له سریلانکايي لوبډلې سره مخامخیږي.

سریلانکا لوبډله د دغو لوبو ۲۰۱۴ کال اتله ده.

له لوبې مخکې خبرې غونډې ته وینا کې د افغانستان ملي لوبډلې کپتان، اصغر ستانکزي، ویلي دوی لویو او مهمو لوبډلو ته د ماتې ورکولو هوډ لري.

سوپر لس پړاو ته د لار موندنې په اړه ستانکزي وویل، افغانان له دې کبله ډېر خوښ دي او وايي کرېکټ اوس افغانستان کې خورا مهمه لوبه بلله کېږي.

سریلانکا سره د لوبې په اړه پوښتنې ته ځواب کې ستانکزي وویل، چې د نړیوال جام سیالیو کې یې له سریلانکا سره سخته مقابله کړې وه، خو وايي د جې وردهنې او سنګاکارا په څېر د تکړه لوبغاړو پر وړاندې یې لوبه بایللې وه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د انځور حقوق
د انځور حقوق

له لوبې مخکې د خبرې غونډې پر مهال د سریلانکا لوبډلې کپتان اینجلو ماتهیوز ویلي هغسې چې افغان لوبډله د غوراوي پړاو ته ورسیده، موږ ورسره لوبیده اسان نه بولو.

د نوموړي په وینا سریلانکا لوبډله به اړه وي، چې ښه لوبه وکړي. د خپلې لوبډلې د وروستیو فعالیتونو په اړه یوې پوښتنې ته ځواب کې نوموړي وویل، چې د لوبډلې معیار یې مخ په ښه کېدو دی او وايي پر خپلو ملګرو بشپړ باور لري.

د جې وردهنې او سینګاکارا د تقاعد په اړه پوښتنې ته ځواب کې ماتهیوز وویل د دواړو لوبغاړو وتلو له کبله به د دوی ځای نیول ډېر ګران وي، خو وايي هېڅوک هم د تل لپاره په لوبډ‌له کې نه پاتې کېږي.

د هغه په خبره باید د لوبډلې اوسني لوبغاړي خپل مسوولیتونه تر سره کړي.

د انځور حقوق AFP