کرېکټ: نيوزليند اسټراليا ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نيوزلينډ له لوري مارټن گپټيل تر ټولو ښۀ بيټنگ وکړ.

د کرکټ د ٢٠ اوريزه نړيوالې اتلولۍ کې نيوزلينډ اسټراليا ته ماتې ورکولو سره په پرله پسې ډول دويم برى ترلاسه کړى دى.

اسټراليا د پچې له گټلو وروسته خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو اورونو کې يې د ١٤٣ رنزونو هدف وټاکلو.

د نيوز لينډ له طرفه مارټن گپټيل له ټولو زياتې يعنې ٣٩ رنزونه جوړ کړل.

د لوبې بشپړ تفصيل دلته لوستلى شئ

کله چې اسټراليا لوبه پيل کړه داسې ښکارېده چې د هدف په لور چټکۍ سره روان دي، ځکه د څلورو اورونو وروسته يې ٣٧ رنزونه جوړ کړي و. خو له دې وروسته د مېچل مېکلېنگنز حيرانونکې توپ اچونې سره د اسټراليا لوبډله يواځې د ١٣٤ رنزونو په جوړلو وتوانېدله.

نيوزلينډ دې بري سره د سيمي فاينل په لور يو مهم گام واخيست.

د نيوز لينډ راتلونکې لوبه د دوشنبې په ورځ پاکستان سره ده.