کرېکټ: جنوبي افريقا افغانستان ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption په تېره لوبه کې انګستان جنوبي افريقا ته ماته ورکړې وه

د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې جنوبي افريقا افغانستان د ۳۷ منډو توپير سره ماته ورکړه.

جنوبي افريقا د نننۍ لوبې پچه يا ټاس ګټلی او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه. جنوبي افريقا په ټاکلو شل اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره شهزاد محمدي په ۱۸ توپونو د ۵ شپږيزو او ۳ څلوريزو په وهلو سره د ۴۴ منډو په جوړولو تر ټولو ښه لوبه وکړه. چې يو مهال يې د جنوبي افريقا لوب ډله ډيره وراخطا کړې وه.

نورو افغان لوبغاړو لکه ګلبدين نايب ۲۶، سميع الله شينواري ۲۵ او نور علي ځدراڼ ۲۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لومړۍ وېکټه په شپږم اوور کې د کرېس مورس له خوا ولوېده، نوموړي شهزاد محمدي وسوځاوه.

کرېس مورس د افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزی سربېره درې نورې وېکټې هم واخيستې.

Image caption د نړۍ له بېلابېلو برخو افغانان د دغې لوبې ليدو ته ورغلي وو

جنوبي افريقا وړاندې خپله لومړۍ لوبه انګلستان ته بايللې وه.

د جنوبي افريقا لپاره ډي ويليرز تر ټولو ډېرې يعنې ۶۴ منډې جوړې کړې. پر ده سربېر ډي کاک ۴۵، ډوپليسي ۴۱ او ډوميني د ۲۹ منډو په جوړولو سره ښه وځېلېدل.

کرېس موريس د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو.

د دغې لوبې بشپړ تفصيل دلته کتلی شئ

د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې نيوزيلانډ دوې لوبې ترسره کړې چې دواړه يې ګټلې او تر ټولو ډېر پواينټونه يا نومرې.

د افغانستان راتلونکې لوبه د چارشنبې په ورځ د مارچ پر ۲۳ د هند په ډيلي کې له انګلستان سره ده.

ورته مطالب