کرېکټ: وېسټ انډيز سريلانکا ته په اوو وېکټو ماته ورکړه

د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې وېسټ انډيز دفاعي اتلې سريلانکا ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

سريلانکا په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۲ منډې جوړې کړې چې وېسټ انډيز په ۱۹ اوور کې د دريو وېکټو په بايللو سره پوره کړې.

د نننۍ لوبې پچه سريلانکا ګټلې او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.

د وېسټ انډيز لپاره انډرې فليچر په ۶۴ توپو کې د ۸۵ منډو په جوړولو سره تر ټولو ښه لوبه وکړه. همدا ډول سيميولز ۳ او ډوين براو د سريلانکا دوه لوبغاړې وسوځول.

بل خوا د سريلانکا لپاره تهسار پريرا په ۲۹ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې. مېلنډا سريوډانا د وېسټ انډيز دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې بشپړ تفصيل دلته کتلی شئ

ويسټ انډیز په خپله لومړۍ لوبه کې انګلستان ته په شپږو وېکټو يوه په زړه پورې ماته ورکړې وه.

د

ورته مطالب